Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

ځینو سیمو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل؛ نورستان، لوګر، بدخشان، کونړ او پنجشېر کې یې زیانونه اړولي

0
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په مرکزي، ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د تالنده برښنا، احتمالي خبر ورکړی دی.


نعمت الله د لوګر ولایت د پل علم ولسوالۍ د بابوس کلي اوسېدونکی دی، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته د مال تاوان اوښتی دی.


نوموړي ازادي راډیو ته وویل، سېلابونو د ده ټولې کروندې ویجاړې کړې دي.


هغه وايي: "له بده مرغه زموږ په سیمه کې سېلابونو ډېری خلک زیانمن کړي، یو شمېر کورونه او زموږ کروندې زیانمنې شوي دي. زموږ په سیمه کې د ډېرو خلکو اقتصاد په همدې کرنه ولاړ دی، د ډېرو خلکو کروندې له منځه تللي دي، خو معلومه نه‌ده چې څومره کسانو ته یې مالي زیان اړولی دی."


نعمت الله زیاتوي چې له سېلابونو وروسته یې په کلي کې زیانمن کسان سروې هم شول خو لا هېڅ مرسته دوی سره نه‌ده شوې.




د نورستان د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي نصرالله جلال ازادي راډيو ته وویل، سېلابونو او سختو بارانونو د ډېری خلکو کورونه نړولي او دوی لا زیاتو اورښتونو او سېلابونو ته اندېښمن دي.


جلال وايي: "بارانونه ډېر شوي، سېلابونه هم راغلي دي، په ځانګړي ډول په منډول او دواب ولسوالیو کې ډېر وو او هغه کلي چې د سیند څلور خواو ته پراته دي، په سپیکرانو کې اعلان ورته وشو، چې په ځان دې پام کوي، څو د چا کور، کروندې او څاروي سېلاب یونه‌سي."


د نورستان یو بل اوسېدونکي صاحبداد همدرد ازادي راډيو ته وویل، وروستیو سېلابونو د نورستان د منډول ولسوالۍ روغتیايي مرکز سخت زیانمن کړی دی.


نوموړی وايي: "په ځینو درو کې لکه شاګر، شام او ملېل کې ویجاړۍ شته، خو په منډول ولسوالۍ کې د کراج په نوم یو روغتیايي مرکز هم و، چې دوه شخصي موټره او یو رینجر یې اوبو وړي، او کلینک ته هم ډېر زیان اوښتي."


خو د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، د دوی د لومړنیو راپورونو له مخې د وروستیو سېلابونو او تالنده برښنا له امله په کنړ، بدخشان، پنجشېر او نورستان کې ۱ تن وژل شوی او۳ تنه ټپیان شوي دي.


هغه ليکلي، چې د کرنيزو ځمکو او باغونو ځينې حاصلات له منځه تللي او د ځينو لارو پلونه او پلچکونه هم زيانمن شوي دي.


په ورته وخت کې د بدخشان ولايت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس معز الدين احمدي په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو د زيانونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "کوفاب اب، نسی، شغنان، شکی او زیباک ولسوالیو ته له بده مرغه ډېر مالي زیانونه اړولي، درې تنه هېوادوال مو ټپیان شوي، په نسی، شکی او شغنان ولسوالیو کې لسګونه څاروي له منځه تللي او سلګونه څاروي په کوف اب ولسوالۍ کې له منځه تللي دي، د برښنا د څو کوچنیو بندونو په ګډون ډېرې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي، هغه مواصلاتي لارې چې خلک او موټر پرې تېرېدل، د کوف اب په ولسوالي کې سېل وړي."


دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د بارانونو او سېلابونو د احتمال خبر ورکړی دی.


د یاد وزارت ویاند محمد نسیم مرادي ازادي راډيو ته وویل: "نن او سبا د افغانستان په مرکزي، ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د سېلابونو او تالنده برښنا سره د نسبتاً سختو اورښتونو وړاندوینه شوې ده."


د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مخکې ویلي وو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د سېلابونو او زلزلو له امله ۲۹ کسان مړه او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net