Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

امنيت شورا: طالبانو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړې نه دي

0
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې نوی راپور ښيي چې طالبانو د القاعده او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې نه دي.


د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې په خپل نوي راپور کې ویلي، طالبان له القاعده او پاکستاني طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري او تر څنګ یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.


دا راپور چې د جون په لومړۍ نېټه چمتو شوی او تازه خپور شوی په‌کې راغلي، طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په دې تړون کې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.


د دې راپور پر بنسټ، ترهګرې ډلې له دې فرصت ښه ګټه اخلي او له همدې امله په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ مخ په زیاتېدو دی.


د امنیت شورا په راپور کې راغلي، داسې نښې نښانې شته چې ښېي القاعده خپله عملیاتي وړتیا بیا رغوي، ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې بریدونه کوي، بهرنیو ترهګرو ډلو د افغانستان په پولو کې ګواښ رامنځته کړی دی او ترڅنګ یې د داعش بریدونه زیات او پېچلي شوي دي.




د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې رد کړي او دا یې هم ویلي، اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.


د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې په خپل راپور کې دا ادعا هم شوې چې د ملا هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو اوسني رژیم د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر استبدادي، پښتون‌محوره او حذفي سیاست ته مخه کړې ده.


په دې راپور کې د طالبانو ترمنځ اختلاف ته هم اشاره شوې، خو زیاتوي، ورځ تر بلې د طالبانو د مشر واک ډېرېږي.


د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، د طالبانو مشر ملاهبت‌الله د خپلو پالیسیو د عملي کېدو لپاره د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت کړی او ترڅنګ یې هیڅ داسې نښه نه‌شته چې وښيي چې کابل مېشتي طالب مشران دې؛ د دې پالیسیو په بدلون کې اغېز ولري.




خو طالبانو بیا له وړاندې د خپلو مشرانو ترمنځ اختلاف رد کړی، مګر په ځلونو د دوی د چارواکو ترمنځ د نجونو د زده‌کړو او په حکومت کې د نورو لوریو د مشارکت په اړه اختلافي نظریات اورېدل شوي دي.


په دې راپور کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې اړوند یادونه هم شوې چې د طالبانو یو شمېر مشران د کوکنارو په کښت او قاچاق کې لاس لري او دا هم له وخته مخکې ده چې د طالبانو د مشر له‌خوا د کوکنارو د بندیز په اړه د فرمان د عملي کېدو د اغېزو په اړه قضاوت وشي.


په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو بیه لوړه او د متامفتامین تولید زیات شوی.


د طالبانو مشر تېر کال د کوکنارو او نشه‌يي توکو کښت او قاچاق منع اعلان کړ، خو راپورونه ښيي چې د افغانستان په یو شمېر سیمو بیا هم کوکنار کرل شوي دي، هغه چې طالب چارواکي وايي، دوی یې د له‌منځه وړو لپاره کمپاین کوي.




د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او تحلیل کمېټې په طالبانو د امنیت شورا له‌خوا لګول شويو بندیزونو ته په اشارې لیکلي، دې بندیزونو د ملا هبت‌الله په پرېکړو اغېز نه‌دی لرلی او تر خوا یې یو شمېر هېوادونو چې له طالبانو سره یې تعامل کړی، د دې بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې.


په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق له قوله، اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې د طالبانو ۵۸ لوړپوړي چارواکي قرار لري چې نه‌شي کولای ان بهرني سفرونه هم وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net