Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو د تمدید طرحه د امریکا کانګرس ته وړاندې شوه

0
د امریکا د کانګرس درېیو غړو د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا 'ایس آی وي' پروګرام د غځولو طرحه د دغه هېواد کانګرس ته وړاندې کړه.


تازه د امریکا د کانګرس درېیو جمهوریت غوښتونکو او ډیموکراتو غړو د دغه هېواد کانګرس ته یوه طرحه وړاندې کړې او د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو یا 'ایس آی وي' ویزو د پروګرام د غځولو غوښتنه یې ترې نه کړې.


له افغانو متحدینو څخه د ساتنې قانون د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې تصویب شو او له مخې یې هغو افغانانو ته د ځانګړو ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرولې چې په افغانستان کې یې له مېشتو امریکایي ځواکونو سره کار کاوه.


خو د کانګرس د غړو له‌خوا دا نوې وړاندیز شوې طرحه د کډوالۍ د ځانګړو SIV ویزو پروګرام د غځولو ترڅنګ، يې کانګرس ته وړاندیز کړی چې ۲۰ نورې ویزې دې هم تایید کړي.


د 'ایس آی وي' په دې پنځه کلنه طرحه کې هغه افغانان هم شامل دي چې له امریکایي ځواکونو سره د کار په مهال ټپي او یا وژل شوي دي.


دا طرحه د دوشنبې په ورځ د امریکا کانګرس د بهرنیو چارو جرګه‌ګۍ غړي، جیسون کرو له‌خوا چې په افغانستان کې یې هم پوځي ماموریت ترسره کړي او د هغه د دوو نورو همکارانو، برد ونستراپ او ارل بلومنور له‌خوا کانګرس ته وړاندې شوه.


ښاغلي کرو په یوه بیان کې ویلي چې ده د خپلو افغانو همکارانو ترڅنګ خدمت کړی، نو له همدی امله د امریکا ولس د دوی د افغانو همکارانو د زړورتیا له امله په امن کې ژوند کوي، خو په ورته وخت کې زرګونه دغه افغانان د امریکا هغې ژمنې عملي کېدو ته په تمه دي چې له مخې به یې دوی ته پناه ورکول کېږي.


بيان کې راغلي، د دی نوې طرحې له مخې به د ځانګړو ویزو د ورکړې چاره هم چټکه شي.


په ورته وخت کې یو شمېر هغه افغانان چې د امریکا ځانګړو ویزو ته یې غوښتنلیکونه سپارلي وایي، د دی پروګرام چارې ډېرې ورو پر مخ ځي.




د امریکا په 'ایس آی وي' پروګرام کې یو شامل افغان جمال وايي، که څه هم ټول اړین اسناد یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته سپارلي، خو یو کال کېږي چې لا یې هم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.


نوموړی وايي: "د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې مې د ویزې غوښتنلیک وسپاره، خو لا هم دا لړۍ روانه ده او زما کېس نه‌دی وروستی شوی. ما ټول اړین اسناد ورسپارلي او موږ ته یې وویل چې په تمه شئ او دا دې یو کال شو چې زه ورته په تمه یم."


د 'ایس آی وي' په پروګرام کې یو بل شامل افغان الياس وایي، تر اوسه څو ځلې د ویزې د مرکې لپاره پاکستان ته تللی، خو لا یې هم برخلیک معلوم نه‌دی.


الياس وايي: "ډېر وخت یې ونیوه، له مرکې وروسته هم برخلیک مو نه‌دی معلوم، اوس نو د یوې لارې چارې په لټه کې یم چې هرڅومره ژر چې کېږي نو لاړ شم او یوه امن ځای ته ورسم."


الیاس ادعا کوي چې لسګونه نور همکاران یې هم له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دې پروګرام په تمه دي، خو د امریکا دولت دوی ته هیڅ راز ځواب نه‌دی ورکړی او یوازې کېس نمبرونه یې ورته استولي دي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته امریکا او اروپا ته د کډوالۍ لپاره د ویزو غوښتنه ډېره شوې.


د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزه هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په تېرو شلو کلو کې یې په مستقیم ډول له امریکایي ادارو سره کار کړی وي.


دا پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل شو او تر اوسه زرګونه افغانان د همدې پرګرام له لارې امریکا ته رسېدلي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net