Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2023

اقلیمي شرایط او وچکالي؛ ایف اې او: سږ کال به په افغانستان کې د غلو دانو د حاصلاتو کچه کمه وي

0
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا 'ایف اې او' وړاندوینه کړې، چې سږ کال به په افغانستان کې د غلو دانو د حاصلاتو کچه له منځنۍ کچې ټیټه وي.


په افغانستان کې یو شمېر کروندګر، سږ کال د دوی حاصلات د تېرو کلونو په پرتله نیمايي اټکلوي.


د بامیان ولایت د مرکز د سر اسیاب کلي اوسېدونکي زمان علي ازادي راډيو ته وویل: "له کرنې څخه به مو عاید اخیست، مثلاً د لس خرواره تخمونو څخه به مو درې خرواره غنم اخیستل، خو سږ کال شاید درې خرواره غنم هم ونه‌شي. وچکالي او د اوبو کمښت مونږ ته ډېر زیان رسولی. زمونږ ګاونډیان، د پولي شریکان، شاوخوا ټول همداسې حالت لري."


په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یا ;ایف‌ اې‌ او' وايي، سږ کال به په افغانستان کې د غلو لکه غنمو، وريجو او جوارو حاصلات د منځنۍ کچې څخه کم وي.


دغې ادارې د دوشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره اقلیمي شرایط او وچکالي د دې اصلي لاملونو څخه ګڼلي او زیاته کړې یې ده، چې د غلو د حاصلاتو د کموالي له امله به د غلو دانو واردات هم له منځنۍ کچې څخه یو څه لوړ شي.


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، د غنمو حاصلات ۴ میلیونه ټنه اټکل شوي چې له منځنۍ کچې څخه ۴ سلنه کم دي.


د دې ادارې په خبره، په ۲۰۲۳ کال کې د غلو ټول تولید اوسمهال د منځنۍ کچې څخه کم، ۴.۸۵ ميلیون ټنو ته اټکل شوی.


په دې راپور کې دا هم راغلي چې امکان نه‌لري هغه ځمکې چې په ۲۰۲۲ کال کې په‌کې کوکنار کرل شوي وو، اوس د غنمو کښت ته ځانګړې شوې وي.


د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا 'ایف اې او' یو ځل بیا یادونه کړې چې په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني په لوړه کچه شتون لري.


د کابل یو شمېر اوسېدونکي په افغانستان کې اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ ته په اشارې سره له نړیوالې ټولنې غواړي چې له دغه هېواد سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.


یو له دغو وارث احمد احمدي ازادي راډیو ته وویل: "په زرهاو کسان وینئ چې سوال کوي، نه‌شي کولای چې د ژوند لګښتونه پوره کړي او نه‌شي کولای چې ځان ته کافي خواړه پیدا کړي. ملګرو ملتونو ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې به مرسته وکړي، خو مونږ همدا اوس عاجلې مرستې ته اړتیا لرو. زمونږ خلک څه نه‌شي اخيستلای ډېری يې بې‌کاره او بې‌وزله دي. ۳۵ ميليونه خلک ستونزې لري."


د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د لوړې کچې یادونه کړې، چې ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو د دوشنبې په ورځ له افغانستان سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د مرستو د پروګرام له بودجې څخه شاوخوا ۱،۴ میلیارده ډالره کم کړل.


د روان کال په پیل کې د افغانستان له خلکو سره د مرستو رسولو بودیجه ۴،۶ میلیارده ډالره اټکل شوې وه، خو د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر اوچا په وینا د مرستندویه ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو محدودیتونه د دې لامل شوي چې دا بودیجه ۳.۲ ميلیارد ډالرو ته راټیټه شي.


دا په داسې حال کې ده چې اوچا ویلي، افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی او د دغه هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net