جوزجان کې د کانګو ناروغۍ له امله يو ډاکتر مړ شوی او ۵ نور پرې اخته شوي
کانګو ناروغي په جوزجان کې تېره اوونۍ د دوو تنو نورو ژوند اخیستی و.
داسې راپورونه خپاره شوي چې دا ناروغي په فاریاب او بلخ کې هم خپره شوې، خو تر دې دمه د دې ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو دقیقې شمېرې نهدي خپرې شوي.
کانګو یو ډول اخیستونکې ناروغي ده چې د څارویو په پوستکي کې د یوې وړې خزندې له لارې انسانانو ته لېږدي.
