Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2023

ننګرهار کې پر طالبانو د راج ولي په نوم د يو صراف د وژنې ادعا شوې

0
ننګرهار کې پر طالبانو د يو صراف د وژنې ادعا


په داسې حال کې چې د طالبانو پر حکومت د خپل‌سرو وژنو تورونه مخ په ډېرېدو دي، په ننګرهار کې د یو وژل شوي صراف راج ولي کورنۍ ادعا کوي، چې نوموړی د ننګرهار استخباراتو له نیولو وروسته شکنجه کړی او وژلی دی، هغه ادعا چې طالبانو یې تر اوسه په اړه څه نه‌دي ویلي.


راج ولي نږدې پنځه دېرش کاله عمر درلود، له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی و او په جلال اباد ښار کې یې صرافي کوله.


ورور یې انجینر رحمت ولي ازادي راډيو ته وویل، نه پوهېږي چې ننګرهار کې طالبانو د هغه ورور په کومه ګناه وواژه.




دی غوښتنه کوی چې د طالبانو حکومت دې دوی ته د دغه وژنې سپیناوی ورکړي.


نوموړی وايي: "له نیولو یوه اوونۍ وروسته یې کور سره اړیکه ونیوله او زما ورور ته یې وویل چې څو تنه سپین ږیري هم ځان سره راوله او ته هم راشه چې بندي درخوشې کوو، کله چې زموږ کورنۍ هلته ورغله ورته وویل شول چې ستاسې بندي ځان وژنه کړې ده او جسد یې له روغتون ترلاسه کړئ."


په جلال اباد ښار کې د صرافانو ټولنې په دې اړه څه ونه ویل، خو یو شمېر صرافانو چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم، په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې دوه اوونۍ وړاندې هغه په خپل دوکان کې د استخباراتو له لوري ونیول شو او د تېرې پنجشنبې په ورځ یې دوی له وژل کېدو خبر شول.




هڅه مو وکړه د دې ادعا په اړه د ننګرهار د ولایتي ادارې او د طالبانو د حکومت د ویاندویانو غبرګون هم ولرو خو د دې راپور تر خپرېدو پورې دوی زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.


دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې دې له بشري حقونو سرغړونې ودروي.


د بښنې نړیواله سازمان وروسته له هغې دا غوښتنه وکړه چې د ننګرهار په ګاونډ کونړ کې د تېر جمهوري نظام یو ملي سرتیری امین الحق د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو.


د امین الحق د کورنۍ غړو ازادي راډيو ته ویلي وو، چې هغه زندۍ شوی او وروسته یې مړی د اسعد اباد په یو خوړ کې غورځول شوی و.




دغه سازمانه په یو اعلامیه کې غوښتنه کړې وه، چې طالبان دې د رڼو او مؤثرو څېړنو او حساب ورکولو په خاطر داسې مېکانېزمونه جوړ کړي، چې د بشري حقونو د نقض او جنګي جنایتونو په برخه کې عدالت رامنځته کړي او د اجباري تري تم کېدو، خپل‌سرو نیونو او زنداني کېدو او له محاکمې پرته د خلکو د وژلو مخه ونیول شوي او له اعدام پرته په دې برخو کې محکمې عادلانه پرېکړې وکړي.


دې سازمان دا هم ویلي وو، چې طالبانو نه یوازې د افغانانو په ځانګړې ډول د ښځو د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلې ژمنې نه‌دي پوره کړي، برعکس یې د تاوتریخوالي یوه لړۍ پیل کړې او په ډېر ډاډ بشري حقونه نقضوي.


که څه هم د طالبانو حکومت د دغه سازمان د ادعاو په اړه څه نه‌دي ویلي خو وړاندې یې تر دې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې په دوی شوې ادعاوې رد کړې وې.


خو د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال سازمانونه او هېوادونه طالبان تورنوي، چې د بشري حقونو په برخه کې یې خپلې ژمنې نه‌دي پوره کړي او د عمومي بښنې له اعلان سره هم د پخواني حکومت کارکوونکي او سرتېري وژني، خبریالان او فعالان نیسي او ښځې یې له زده‌کړو او کار څخه محرومې کړې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net