اوکراین جګړه؛ کاناډا د روسیې د المونیم او فولادو پر وارداتو بندیز ولګاوه
![اوکراین جګړه؛ کاناډا د روسیې د المونیم او فولادو پر وارداتو بندیز ولګاوه](https://gdb.rferl.org/CB9A06B3-8544-4D9D-8238-98269A4F3200_w800_h450.jpg)
کاناډا د روسیې د المونیم او فولادو د ټولو تولیداتو پر وارداتو بندیز ولګاوه.
د کاناډا مالیې وزیر کرسټیا فریلنډ پرون په یوه بیان کې وویل، اوکراین دا کولای شي چې دا جګړه وګټي او توان یې لري.
فریلنډ زیاته کړه چې اوتاوا به د پوتین د غیرقانوني او وحشي یرغل د تمویل د مخنیوي لپاره هره هغه هڅه وکړي چې په وس کې یې وي.
روسیې پروسږ کال د فبروري په وروستۍ اونۍ کې پر اوکراین خپل غیرموجه برید پيل کړ چې لا هم دا جګړه روانه ده.