په پاکستان کې د اوبو کانال ته د ټراکټور لوېدو له کبله لس کسان مړه شوي
د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېرې غازي خان سیمه کې لس کسان چې یوه ټراکټور کې سپاره وو، بېګا د اوبو کانال ته لوېدلي او مړه شوي دي.
د ژغورنې د سیمه ایزې ټولنې مشر احمدکمال نن وویل، په دې ټراکټور کې ټول ۴۶ کسان زیارت ته روان وو او له دې ډلې ۲۷ تنه ژغورل شوي، خو دا عملیات د تیارې د رارسېدو له وجې وځنډېدل.
دې چارواکي زیاته کړه چې د پنځو کسان مړي رااېستل شوي او ځینې نور کسان ټپیان هم ټپیان شوي دي.