هند کې د غونډې پرېکړه؛ د افغانستان خاوره بايد د ترهګرو پر پټنځای بدله نهشي
د دې غونډې په خبرپاڼه کې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت لهخوا خپره شوې راغلي، ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان له خاورې باید هیڅ ترهګریز سازمان ته د فعالیت اجازه ورنهکړل شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، د افغانستان خاوره باید د ترهګرو پر پټنځای، روزنې او د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو مالي سرچینه نهشي.
د مرکزي اسیا هېوادونو او هند په دې لومړۍ غونډه کې چې د هند په نوښت د افغانستان په اړه د سهشنبې په ورځ (د مارچ په اوومه) په نوي ډهلي کې جوړه شوې وه، د هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې او دخوړو سازمان استازو هم ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو د یو سولهيیز او باثباته افغانستان پر ملاتړ هم خبرې وکړې او د یوه داسې ټول شموله سیاسي جوړښت پر را منځته کېدلو یې ټینګار وکړ، چې ورکې د ښځو او لږکیو حقونه خوندي وي.
یو شمېر افغان کارپوهان وايي، دا چې د افغانستان اوسنی نظام په افراطیت مشهور دی، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي چې د دا شان غونډو په جوړېدلو سره د احتمالي ګواښونو مخه ونیسي.
د سیاسي چارو پوه خان زمان امرخېل ازادي راډیو ته وویل: " څرنګه چې اوسنی نظام په سخت دریځۍ شهرت لري له همدې امله "هند او منځنۍ اسیا" ویره لري چې له دې خوا ورته امنیتي ستونزې جوړې نهشي، دوی هڅه کوي په افغانستان کې داسې نظام رامنځته شي چې دوی ته ستونزې جوړې نهکړي."
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، هیچ او یا هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
