Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2023

د مارچ اتمه؛ افغانستان کې په اعتراضيه غونډو او لاريونونو ونمانځل شوه

0
سږ کال یو شمیر افغان مېرمنو د مارچ اتمه د خپلو نقض شویو حقونو د غوښتلو لپاره په غونډو، اعتراضونو او لاریونونو سره ونمانځله.


دوی وايي، چې د طالبانو حکومت له دوی څخه د زده‌کړو او کار په ګډون ټول مهم حقونه اخیستي او نړیوالې ټولنې هم دوی هېر کړي دي، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې یې تل پر ملاتړ ټینګار کړی.


ژولیا پارسي یوه له دغو اعتراض کوونکو مېرمنو څخه ده، چې نن یې د مارچ د اتمې په مناسبت په کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی و.




نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د نن ورځې لاريون په دې اړه و، چې د مارچ اتمه په نورو هېوادونو کې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې ټولې افغانې ښځې تر سختو بنديزونو لاندې دي، د پوهنتونونو، ښوونځيو، تفريحي مرکزونو او ان ورزش ټولې دروازې د دوی پر مخ تړلې دي. همدا لامل دی چې نن مو اعتراض وکړ او نړۍ ته مو وښوده چې په افغانستان کې ټولې افغانې ښځې له خپلو حقونو څخه بې برخې دي او د ټول حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي."




حبیبې شریفي بیا په یوازې ځان د افغانستان په لوېدیځ، غور ولایت کې خپل او د نورو ښځو او نجونو د حقونو لپاره غږ پورته کړ.


ازادي راډيو ته په لېږل شويو تصویرونو کې ښکاري چې اغلې شريفي د غور ولایت ودانۍ مخې ته شعارونو ورکوي.


هغه عدالت غوښتنه، چې د پېښې د عیني شاهدانو په وینا د نوموړې او کورنۍ لپاره یې خورا درنه تمامه شوه.


د دې پېښې یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل، طالبانو د حبیبې شریفي پلار نیولی دی او د هغې او نورو مېرمنو چې د هغې شاوخوا ټولې شوې وې، د برخلیک په اړه تر اوسه کوم خبر نه‌شته.




دې عیني شاهد ازادي راډیو ته وویل: ‌"په لومړي سر کې هر څه سم وو، د هغوی امنیت یې هم ونیوه، خو وروسته له څو دقیقو هر څه ګډ وډ شول، له زندان او امنیت څخه موټرونه راغلل، خلک یې هرې خواته سره جلا کړل، او بالاخره د مېرمن شریفي پلار یې د دوی له کوره یرغمل ونیوه او امنیت له ځانه سره یوړو، خو له مېرمن شریفي څخه معلومات نه‌لرم چې چیرې ده."


د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


په پاکستان کې هم افغان مېرمنو د یو بل په همکارۍ ورته اعتراضونه درلودل.


مونسه مبارز یوې اعتراض کوونکې، ازادي راډيو ته وویل: "د ښځو د نړیوالې ورځې له فرصت څخه په استفادې غواړو چې د افغان ښځو د محرومیت او د افغان ولس د مظلومیت لپاره غږ پورته کړو او یو ځل بیا نړۍ ته روښانه او مشخص پیغام ورکړو او د نړۍ پام دې ته راواړوو، چې د افغانانو غوښتنې او ارادې ته پام وکړي او په طالبانو فشارونه ډېر کړي."




د ښځو او بشري حقونو يو شمېر نورو فعالانو د مارچ د اتمې په مناسبت له څو ورځو راهيسې د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې لاريونونه کړي او نن به د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې خپل لاريون پاى ته ورسوي.




د ښځو د حقونو فعاله وژمه توخي وايي: "د دغه لاریون هدف افغان ښځو لپاره د یو رسا غږ پاتې کېدل دي او تر څنګ یې د افغانستان د هغو ښځو لپاره چې غږ نه‌شي پورته کولی او هغه ټول حقونه چې اسلام او نړیوالو قوانینو ورکړي، له دوی نه اخیستل شوي."


افغان نجونو او ښځو مخکې هم په وار وار د خپلو نقض شویو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له نړیوالو د عملي ملاتړ او د طالبانو پر حکومت د فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.


دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې پرون د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو او امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارتونو پر سر پرست وزیرانو له دې امله بندیز ولګاوه، چې د ښځو له زده‌کړو، کار او تحصیل سره مخالفت لري.


خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دی، خو له دغو حقونو یې تر اوسه کوم مشخص تعریف نه‌دی وړاندې کړی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net