Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2023

له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د پاکستاني او امریکايي چارواکو ناسته پیل شوې

0
نن په اسلام اباد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د پاکستاني او امریکايي چارواکو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته پیل شوې ده.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په پنځمه په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یوه پلاوي سره د ترهګرۍ د عمومي ګواښ په اړه چې دواړو هېوادونو ته متوجه دی، د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کوي.


په اعلامیه کې راغلي چې دواړه هېوادونه به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل نظرونه او تجربې سره شریکې کړي.


په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د امریکا او پاکستاني چارواکو څرګندونو ته په کتو ځینې افغان سیاستوال او شنونکي د دې دواړو هېوادونو ترمنځ دا ناسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته هم د خطر یو زنګ او په سیمه کې د یوې نوې لوبې د پیلېدو نښه بولي.


سیاستوال او د تېر جمهوري حکومت د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، د ترهګرۍ په برخه کې د امریکا او پاکستان مخکېنیو اندېښنو ته په کتو دواړه هېوادونه غواړي چې طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له دې دواړو هېوادونو سره همکار وي.




میاخېل وویل: "د طالبانو لپاره د خطر زنګ ځکه دی چې دوی باید امریکا او پاکستان سره لاس یو کړي او د القاعدې او ټي ټي پي په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد عملیات پیل کړي. که دوی دا کار و نه کړي، بیا به امریکا او پاکستان د طالبانو پر ضد فعالیت کوي."


میاخېل دغه شان وايي، پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د یوې بلې لوبې په تکل کې دی چې هڅه کوي، د لوېدیځ ملاتړ هم راخپل کړي، خو دی دا لوبه د سیمې او ټولو ښکېلو هېوادونو په خیر نه بولي.


د چارو شنونکی اسحاق اتمر هم وايي، له سیاسي او مالي ستونزو سره مخ د پاکستان حکومت غواړي چې د یوې لوبې په رامنځته کولو سره خپله بقا تضمین کړي.


اتمر وویل، له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم لوبې ته د امریکا په پښې راکاږلو سره پاکستان هڅه کوي چې د دې هېواد مالي ملاتړ خپل کړي.


هغه زیاته کړه: "په دې کې د دوی دوه نیتونه دي، یو دا چې وايي چې دلته القاعده او داعش هم شته او دا ټولې نړۍ ته خطر دی او په دې پلمه له امریکا پیسې واخلي، بل دا چې دوی غواړي دا جګړه اوږده کړي او تر کومه وخت چې اوږدېږي، هومره به دوی د دې جګړې پیسې ترلاسه کوي."


د امریکا او پاکستان حکومت تر دې مخکې په افغانستان کې هم د القاعدې، داعش او تحریک پاکستان طالبان ټي پي پي په ګډون د ترهګرو ډلو په شتون اندېښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتنه کړې وه چې د دوحې د تړون د ژمنو پر بنسټ د دې ډلو په ځپلو کې ونډه واخلي، خو طالب چارواکو بیا تر دې مخکې په افغانستان کې د هر ‌ډول ترهګرو موجودیت رد کړی او ویلي یې دي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعمال شي.


خو په کابل کې د تېر میلادي کال په جولای میاشت کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د ملګرو سازمان په یوه راپور کې ویلي و چې طالبانو لا هم له ترهګرو ډلو سره خپلې پخوانۍ اړیکې نه دي پرې کړي.




د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې هم زیاتې شوي چې د ډېری پېښو مسوولیت یې پاکستاني طالبان مني، هغه ډله چې د پاکستاني چارواکو په ګومان په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار دغه خبره رد کړې ده.


د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ یو پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړی و.


که څه هم په ښکاره ډول د دغه سفر هدف په د دواړو هېوادونو تر منځ په کرښه امنیتي ستونزې او اقتصادی مسایل یاد شوي وو، خو هغه مهال په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبریال طاهر خان ازادي راډیو ته ویلي و چې ښايي په دې سفر کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په موجودیت هم خبرې او بحثونه وشي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net