سپینې ماڼۍ له حکومتي وسیلو د 'ټیک ټاک' اپلېکېشنونو د لرې کولو لارښونه کړې
ټیک ټاک د لنډو ویډیوګانو د جوړولو هغه مشهور اپلېکېشن دی چې مالکیت یې له چین سره دی.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د دغه کار هدف امنیتي اندېښنې دي.
د سپینې ماڼۍ اداري او بودجوي دفتر پرون دوشنبه ویلي، دغه اپلېکېشن حساسو حکومتي معلوماتو ته یو خطر دی.
د امریکا بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لا له پخوا د ټیک ټاک کارونه محدوده کړې وه.
