Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2023

د افغانستان د ګنګل شویو پیسو په اړه د یوې امریکايي محکمې له پرېکړې هرکلی

0
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست او یو شمېر عامو افغانانو د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د کنګل شویو پیسو د یوې برخې د نه ورکولو په اړه د امریکا د نیویارک د منهاټن محکمې د پریکړې هرکلی کړی.


احمد شکیب د هرات ولایت اوسېدونکی دی.


نوموړی وايي، دا چې د افغانستان خلک د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو مسوول نه دي، د امریکا محکمې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د کنګل شویو پیسو د نه ورکولو په اړه سمه پرېکړه کړې ده.


نوموړي د دې قضیې عاملانو ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل: "د سپټمبر د یوولسمې نېټې په پېښو کې د افغانستان خلک هېڅ رول نه لري. دا تحول یا دا برید د القاعدې ډلې له خوا په امریکا کې وشو او د افغانستان خلک له دې مسئلې سره هېڅ ډول تړاو او مسوولیت یې نه لري او کنګل شوې پیسې د افغانستان د خلکو پیسې دي."


د کابل اوسېدونکې راحله هم وايي، د افغانستان خلک د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي لري، خو امریکا یې باید تاوان د افغانستان له خلکو وانه خلي.


هغې وویل"زه د محکمې د دې پرېکړې هرکلی کوم چې دوی نه غواړي د افغانستان او د افغانستان د خلکو پیسې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د پېښې قربانیانو ته ورکړي او دا په دې معنی نه ده چې موږ دوی سره انساني خواخوږي او همدردی نه لرو. امریکا باید داشان چلند ونه کړي چې ګوندې د هغه برید مسوولیت افغانستان یا د افغانستان خلکو درلود."


دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي جورج ډانیل د سې شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنۍ په متحده ایالاتو کې د افغانستان د درې نیم میلیارد ډالرو ګنګل شویو پیسو د ترلاسه کولو حق نه لري.


هغه وويل چې د طالبانو حکومت د امريکا له خوا په رسميت نه دی پېژندل شوى، نو په خبره یې د هغه هېواد محکمې په دې اړه د پرېکړې واک نه لري.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د امریکا د سیمه ییزې محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی.




فایق پر خپله ټویټرپانه لیکلي: "د ترهګرۍ ټول قربانیان د عدالت او غرامت مستحق دي، خو له اصلي عاملانو څخه."


د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي استدلال وکړ چې د طالبانو حکومت چې له قانوني پلوه مشروع نه دی، که د افغانستان کنګل شوې پیسې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي، دا د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو په معنا ده.


نوموړي د سپټمبر د يوولسمې د پېښې پړه هم پر طالبانو واچوله او زياته يې کړه چې په دې پېښه کې د افغانستان خلکو او ړنګ شوي حکومت هېڅ رول نه درلود.


خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه پيسې بايد ژر تر ژره افغانستان ته واستول شي.




نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دا ښه خبره ده چې د هغو پیسو له وېش یا ورکړې انصراف شوی. دغه شان هغه دعوا چې دا پیسې باید یادو کورنیو ته ورکړي ناسمه وه، ځکه دا پیسې د افغانستان د خلکو دي او د افغانستان خلک پرې حق لري نه نور خلک."


خو د سپټمبر د یوولسمې نېټې د قربانیو کورنیو د قاضي د دې پرېکړې په غبرګون اعتراض او استېناف غوښتنه یې کړې ده.


د امريکا ولسمشر جوبايډن د تېر کال په فبرورۍ مياشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان د مرکزي بانک د اووه میليارده ډالره ګنګل شویو پیسو نيمايي به د سپټمبر د يوولسمې نېټې د بريدونو د قربانيانو قضايي دعوا او پاتې نورې به د افغانستان خلکو ته ورکړل شي.




د سپټمبر د یوولسمې نېټې په مسئله کې افغانستان ځکه ښکېل ګڼل کېږي چې د القاعده شبکې لخوا دا برید په امریکا کې هغه مهال وشو چې طالبان پر افغانستان واکمن او د دې شبکې مشران په هغه هېواد کې وو.


همدا مسئله په افغانستان کې د امریکا او د متحدانو تر منځ یې د شل کلنې جګړې د پیل لامل هم وه چې بلاخره د ۲۰۲۱ د کال په اګست میاشت کې پای ته ورسېده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net