په افغانستان کې طالبان غواړي چې هیواد د چین له کمربند او لارې پروژې سره یوځای کړي. ځیني په دې باور دي چې ممکن له دې سره افغانستان نور هم د پاکستان محتاجه شي، یوشمیر نور بیا له دې نظر سره مخالف دي، خو سوال دا دی چې له اصله به د چین دا ستره پروژه پلې شي؟
په دې اړه دلته بحث کتلی شئ
اروپایي ټولنې په پاکستان کې د افغان کډوالو برخلیک ته اندېښنه ښکاره کړه.
د پاکستان حکومت تر یو میلیون او اووه لکه ډیرو افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې د نومبر تر لومړۍ نېټې که له پاکستانه ونه وځي، په زوره به یې وباسي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي تګلارې ویاند پیټر ستانو ازادي راډیو ته د ایمیل له لارې په رالیږلي پيغام کې ویلي دي چې په اغېزمن کیدونکو افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د خپل امنیت د تامینولو په هڅه کې دي.
د ستانو په وینا، ښایي مېرمنې او نجونې افغانستان... Читать дальше...
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا صوبې وياند سهيل احمد ميلمه کړی دی. نوموړي په صحافت کې لوړې زده کړې کړي او له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په خيبر پښتونخوا کې د ټاکنو د کمېشن د وياند په توګه کار کوي. سهيل احمد وايي، له تېرو هغو پرتله راتلونکي عام انتخابات به په هر لحاظ په ښه طريقه ترسره شي او د دې لپاره په ټولو اړخونو باندې کار روان دی. د ده په خبره که چیرې په قبايلي ضلعو کې په حلقه بنديو باندې د خلکو اعتراضات وي نو د اکتوبر اخرۍ اوونۍ پوري خپل اعتراضات کمېشن سره جمع کولي شي.... Читать дальше...
د ښځو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو د ښځینه فعالانو زندان کې د ساتلو دوام ته په غبرګون، په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی دی.
دغه کمپاین" زندان د ښځو او بشري حقونو د فعلانو ځاى نه دى" کې د هغو دوو معترضو ښځو ژولیا پارسي او ندا پرواني د خلاصون غوښتنه شوې چې د طالبانو له خوا نیول شوې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ هم د شنبې په ورځ د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو ښځو د نیول کېدو په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې او ادعا یې کړې چې طالبانو د ژولیا پارسي او زرګونو نورو بندیانو پر... Читать дальше...
د مصر پلازمېنې قاهرې ته د نړۍ یو شمېر مشران نن سهار ورسیدل.
په دوی کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره، انالینا بیربوک، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي او د عربي هېوادونو په مشرانو کې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال-ثاني شامل دي.
مصر غواړي چې د سیمې او نړۍ د لسګونو مشرانو په دې غونډه کې پر دې خبرې وشي چې څرنګه په غزه کې د روانې جګړې مخه نیولی شي.
د مصري رسنیو په وینا، قاهره دا اندېښنه لري چې دا جګړه په سیمه کې پراخه نه شي.
د قاهرې په ننۍ غونډه کې د ایټالیا،... Читать дальше...
افغان رزمي لوبغاړی جاوید بشارت نن شپه په یو اف سي سازمان کې لوبه لري.
جاوید بشارت به له امریکايي ویکتور هنري سره په ۶۱ کیلو وزني کټګورۍ یا بنټموېټ کې مخ شي.
د دوی لوبه د یو اف سي سازمان په ۲۹۴ پړاو کې تنظیم شوې چې تمه ده نن ماښام د متحده عربي اماراتو په کوربه توب وشي.
بشارت ۱۴ لوبې ګټلي او هېڅ لوبه یې نه ده بایللې. ویکتور هنري بیا ۲۳ لوبې ګټلي او ۶ یې بایللي دي.
د یو اف سي د نن شپې په اصلي لوبه کې د نړۍ اتل اسلام مخاچف له اسټرالیايي الکساندر ولکونوسکي سره مخ کېږي.
دوی یو وار مخکې هم لوبه کړې وه چې اسلام پکې بریالی شوی وو. Читать дальше...
د درخواستونو وروستۍ اورېدنه د سپریم کورټ شپږ کسيزه بنچ د اګست پر دریمه کړې وه او د ډيرو درخواست ورکونکو وکيلانو خپل دلايل وړاندې کړي ول.
د مصر او غزې ترمنځ د رفح په نوم سرحدي دروازه نن له محاصره شویو فلسطینیانو سره د مرستو لپاره پرانیستل شوه.
دا لاره وروسته تر هغې تړل شوې وه چې دوې اوونۍ مخکې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوه.
د القاهره په نوم د مصر دولتي اژانس وایي چې تر دوه سوه ډیرې لارۍ چې شاوخوا درې زره ټنه مواد پکې بار دي، له څو ورځو راهیسې رفح ته څېرمه ولاړې دي او نن یوازې شل لاریو ته اجازه ورکړل شوه چې غزې ته داخلې شي.
د غزې دوه میلیونه او درې لکه استوګن د خوړو او د څښاک اوبو له کمبود سره مخامخ دي.
د روغتونونو مسوولین... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان او د خوړو د نړیوال پروګرام له چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د خوراکي موادو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
توماس ویسټ نن پرته له دې چې د دې غونډې نېټې ته اشاره وکړي، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې ده د دې دوو ادارو له چارواکو سره ګټورې خبرې وکړې او دا هغه موسسې دي چې له میلیونونو افغانانو سره حیاتي مرستې کوي.
د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په راپورونو کې د افغانستان د خوراکي موادو خوندیتوب د اندېښنې وړ ګڼل شوی. Читать дальше...
د افغانستان جنس بدلو له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتې دي چې د افغانستان د ( جي بي تي کیو) او ښځو په وړاندې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپیژني.
جنس بدلو په یوه لیک کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، ادعا وکړه چې طالبانو د دوی پرضد په افغانستان کې جنایت ترسره کړی دی.
د دې لیک یوه لاسلیک کوونکي او د ( ال جي بي تي کیو) د حقونو فعال ارتمیس اکبري ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د دوی د ټولنې له غړیو سره ډیر بد چلند شوی دی، دوی وهل شوې دي او شکنجه شوې دي.
د برېتانیا ګارډین... Читать дальше...
له پاکستان او ايران څخه په زوره د کډوالو د ايستلو په ډله کې هغه افغانان هم شامل دي چې د تېر جمهوري نظام په پوځي ليکو کې يې دندې درلودې.
دوی ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د پناه اخيستلو په نيت يادو هېوادونو ته تللي دي او که بېرته افغانستان ته ستانه شي نو له امنيتي ګواښونو سره مخ کېږي.
د تېر جمهوري نظام د ملي پوځ د ليکو يو سرتېری چې پاکستان کې کډوال دی او نهغواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي، افغانستان کې تر څارنې لاندې دی او که ستون شي نو ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدلی شي:
نوموړی زیاتوي:
"زه... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د خلکو او وسایطو د تګ راتګ پر مخ د سالنګ لویې لار له تړل کیدو تر څلوېښتو زیاتې ورځې تېرې شوې، خو لا هم دغه لار نه ده پرانیستل شوې.
دا لویه لار د بیارغونې په موخه تړل شوې ده.
یو شمېر مسافر چې له کابل څخه د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته تګ راتګ کوي شکایت کوي چې پر بدیلو لارو تګ راتګ وخت ګېره، ستونزمن او ګران کار دی.
مینه چې تازه له مزارشریف څخه کابل ته راغلې، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:
" لاره ډيره خرابه ده، په ساعتونو منتظر پاتې شوو، کرایه هم لوړه شوې. په پخوا... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د ژمي له رارسیدو او د تودوخې درجې له راټيټېدو سره، د هرات ولایت زلزله ځپلي د کورونو او سرپناوو د بیارغونې لپاره، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یادې ادارې د اکتوبر په ۲۰ د هرات زلزله ځپلو ته د ځوابي بشري مرستو په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي چې د اکتوبر له ٧مې نېټې څخه را په دې خوا، په هرات ولایت کې د ریښتر په کچه تر ٦ درجې د زیاتې زلزلې او ټکانونو وروسته، په یاد ولایت کې د بشري ملاتړ لپاره یو شمېر فعالیتونه ترسره کیږي.
اوچا زیاتوي، د بشردوستانه... Читать дальше...
د مصر د سرې میاشتې چارواکو او یوې امنیتي سرچینې فرانس پریس اژانس ته وویل چې له مصر څخه د رفح سرحدي دروازې له لارې غزې ته د بشري مرستو لارۍ نن داخلې شوې.
د مصر دولتي تلویزیون د یو شمېر لاریو تصویر ښکاره کړ چې د رفح په دروازې ننوځي.
دا مرستې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په پنځلسمه ورځ غزې تړانګې ته، چې دوه اعشاریه څلور میلیونه نفوس لري، رسیږي.
اروپایي ټولنې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د زده کوونکو د ملاتړ په نیت نهه اعشاریه نهه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
اروپایي ټولنې په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ، ویلي دي چې د خوړو نړیوال پروګرام ته به دا پیسې ورکړي چې په ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو کې د ابتدایي ښوونځيو د نژدې دوه میلیونه زده کوونکو ملاتړ وکړي.
د اروپایي ټولنې د بیان له مخې، د دې مرستې په مټ به د خوړو نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) د نژدې نهه سوه زره هلکانو او څه باندې اته لکه پنځو زره نجونو لپاره د دوو کلونو په مخه یو وخت صحي خواړه چمتو کړي.
د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف نن له دوبۍ څخه په ځانګړې الوتکه کې خپل هېواد ته ستون شو.
نواز شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی دی، په لندن کې له څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته اوس غواړي چې د جنوري میاشتې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ډېر ملاتړي خپل کړي.
ټاکل شوې ده چې نواز شریف به نن په لاهور کې د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته وینا وکړي.
نواز شریف په داسې وخت کې پاکستان ته ستون شوی دی چې دغه هېواد له ژورې سیاسي بې ثباتۍ او بد اقتصادي حالت سره مخامخ دی.
نوازشریف په دوه زه نولسم کال... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري په دې هېواد کې مېشتو یو عشاریه ۷ میلیونه غیر قانوني افغان کډوالو ته له پاکستانه د وتلو ورکړل شوی یو میاشتني مهلت پای ته رسېدو ته یوازې نهه ورځې پاتې دي، په دې هېواد کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د پاکستان دا پرېکړه غیر عادلانه بولي او وايي پاکستان دې په دې برخه کې انساني حقونو ته درناوی وکړي.
دوی غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د کډوالو د حقونو پر بنسټ چلند وشي.
د خیبر پښتنوخوا ایالت په پېښور ښار کې میشت یو افغان کډوال فرید کاموال ازادي راډيو ته وویل:
"په وطن کې... Читать дальше...
نواز شریف د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته لاړ چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۲۱مه پاکستان ته ستون شو.
د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې قاید نواز شریف درې ځله د ملک وزیراعظم پاته شوی دی. د هغه ګوند هیله من دی چې که راتلونکي انتخابات وګټي نو نوموړی به پاکستان له روانو اقتصادي ستونزو وباسي. بوریوال کاکړ د رویټرز او فرانس پریس اژانس د ویډیوګانو پر اساس د نواز شریف سیاسي ژوند ته کتنه کړې ده.
د اسراییل صدراعظم وایي، په غزه کې به د دوی تر بریالیتوب پورې جګړه روانه وي.
بنیامین نتنیاهو د غزې په تړانګه باندې د اسراییل بمباریو، همداراز د حماس له لوري د دوو امریکایي برمته و د خوشې کیدو مسالې ته په اشارې سره دا خبره وکړه.
حماس ډلې پرون نهه پنځوس کلنه امریکایۍ جودیت تای رانان او د هغې اوولس کلنه لور ناتالي چې د اکتوبر په اوومه یې د اسراییل له داخل څخه تښتولي وو، بیرته خوشې کړل.
دوې اونۍ مخکې چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ، هلته یې یو زر څلور سوه کسان چې اکثر یې ملکیان دي ووژل او شاوخوا... Читать дальше...
د اوکراین په یوشمېر جنوبي او ختیځو سیمو کې نن سهار وختي د هوایي بریدونو په خاطر د خطر زنګونه وهل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په جنوب کې د کریوې ریه په ښار کې د چاودنو یو شمېر غږونه اوریدل شوي دي.
په دې ښار کې د دفاعي شورا مشر اولکساندر ویکول په تیلګرام کې لیکلي دي چې پر ښار د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه شوې دي او تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور دوی ته نه دی رسیدلی.
پاکستان وایي، تر دوه پنځوس زره ډېر افغانان د اکتوبر له لومړۍ نېټې تر پرون پورې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان د اکتوبر په پیل کې خبرداری ورکړ چې یومیلیون او څه باندې اووه لکه هغه افغانان چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، که چېرته د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ونه وځي په زوره به یې وباسي.
د پاکستان د دې پریکړې په تړاو پرون د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره د کتنې پرمهال وویل چې اسلام اباد... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د ازبکستان یو حکومتي پلاوی د قوشتپې کانال د اوبو په تړاو د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
د ازبکستان رسنیو د راپور له مخې، دا هیات به د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې کابل ته ولاړ شي.
د طالبانو چارواکو مخکې ویلي وو چې دوی د امو د سېند د اوبو په اړه د منځنۍ اسیا له درېیو ګاونډیو، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره خبرو ته چمتو دي.
ازبکستان چې د امو سیند له اوبو د پنبې د کښت لپاره پراخه استفاده کوي، اندېښنه لري چې د قوشتپې د کانال له تکمیلیدو سره به یې اوبه کمې شي.
د سیند د کورنیو چارو نګران وزیر حارث نواز د اکتوبر پر ۲۱مه، په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې له عدالتي کارروايي پرته ناقانونه افغان کډوال نیسي او خپلو هېوادونو ته به یې لېږي.
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د اکتوبر د ۲۰مې نېټې په ماښام مشال راډیو ته وویل، د پاکستان دا هڅه ستایي چې افغانانو ته یې پناه ورکړې ده خو د ده په وینا، هیڅ کډوال باید په زوره و نه ایستل شي
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net