په هسپانیا کې یوې محکمې، په نایټ کلبونو کې د اورلګېدو په پېښه کې د ۱۳ کسانو د مړینې په باب جنايي تحقیقات پیل کړي دي.
په جنوب ختیځه سیمه مورسیا کې د یکشنبې په ورځ په درېیو نایټ کلبونو کې د اورلګېدنې پېښه په څو لسیزو کې بېسارې ګڼل شوې ده.
دې اور، چې چارواکي وايي علت یې لا معلوم نه دی، دوه نایټ کلبونه تر حد زیات تخریب کړل.
محلي چارواکو ویلي، که څه هم دغو دوو نایټ کلبونو ته یو کال مخکې خبرداری ورکړل شوی و، چې له قانوني جواز پرته دې فعالیت نه کوي، خو بیا هم پرانیستي وو.
د محکمې قاضي اوس د قربانیانو... Читать дальше...
په پاکستان کې د تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې اوسېدونکي افغان کډوال وايي دا اسانه نه ده چې په یوه میاشت کې دننه هغه هېواد پرېږدي. دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان حکومت ویلي دي چې د نومبر تر لومړۍ وروسته به هغه افغانان په زور له هېواده باسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د افغانستان کرکټ بورډ د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان الف لوبډلې اعلان کړې.
ټاکل شوې چې د افغانستان الف لوبډله د عمان پر وړاندې د روانې اکټوبر میاشتې په ۹مه لومړی د دوه یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پيل کړي او بیا ۵ شل اوریزې سیالۍ ولوبوي.
په دې لوبلړیو کې به شاهدالله کمال د افغانستان الف لوبډلې لوبډلمشري کوي.
د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې شاهدالله کمال، نورعلي ځدراڼ، عبدالمالک، ذبید اکبري، رحمن الله ځدراڼ، اصف موسی زی، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، اسحاق رحیمي، نعمان شاه، ضیاالرحمن اکبر، اظهارالحق... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې کړنلارې تر جوړېدو پورې د نندارتونونو پر جوړولو بنديز لګولى.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یوې کړنلارې تر جوړولو یې د نندارتونونو جوړول ځنډولي دي.
د دغه وزارت ویاند ویاند عبدالسلام جواد په یوه ویډیویي پیغام کې چې رسنیو تهیې لېږلی، ټینګار کړی او ويلي يې دي چې په نندارتونو کې د ښځو پر ګډون هېڅ ډول بندیز نهدی لګول شوی.
عبدالسلام جواد زیاتوي: "د نوې کړنلارې تر جوړېدو د نندارتونونو جوړول ځنډول شوي او د يادولو ده چې په نږدې راتلونکي... Читать дальше...
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان وايي چې د پاکستان لنډمهالی حکومت یوازې هغه افغانان هېواد ته ستنوي چې قانوني اسناد نه لري. نوموړي د اکتوبر پر څلورمه له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته څه باندې اووه لکه افغانان ورغلي دي او ګڼ خلک هېڅ اسناد نه لري. ده دا تاثر ناسم وباله چې ګواکې په پاکستان کې رجسټر افغان کډوال په جرمونو یا ناامنۍ کې ککړ دي. مشر کمېشنر د قبایلو او سرحداتو چارو د وزارت (سیفران) چارواکی وي چې... Читать дальше...
ویشاکا جها د هندوستان د بِهار سیمې ده او اوسمهال د نوې ډېلي په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د پښتو ژبې محصله ده. هغې له پښتو سره د ځانګړې مینې له کبله د دې ژبې زدهکړه پیل کړې ده.
په دې وېډیو کې له ویشاکا څخه د پښتو یوه سندره (د نوروز د سهار باده) اورئ چې ملالۍ بشیر ورڅخه ثبت کړې ده.
د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورئ چ افغانستان د نړیوال جام په تمریناتي سیالۍ کې سریلانکا ته پیاوړې ماتې ورکړه.
په دې خپرونه کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ټاکل شوي سلاکار اجی جدیجا د لوبیز ژوند او تجربو په تړاو هم معلومات درکول کېږي.
دا هم درته وړاندې کېږي چې نوینالحق د کومو لاملونه له امله نهغواړي نور په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ولوبېږي.
د چین په اسیايي سیالیو کې د تکواندو او کورش لوبغاړو د برونزو څلور مډالونه وګټل، ایا د افغانستان د کرکټ الف لوبډله به د سرو زرو مډال وګټي؟... Читать дальше...
د پاکستان د کسټم (ګمرک) چارو ادارې ویلي د دې پرېکړې موخه دا ده چې پاکستان ته د سامانونو د قاچاق مخه ونیسي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د اسلام اباد د تازه اقدام په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول وايي، د پاکستان حکومت په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګريزو مالونو بنديزونه لګولي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو په دوام، تازه د پاکستان حکومت کراچۍ بندر کې پر افغان سوداګرو بنديزونه لګولي دي.
هغه مکتوب، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له لوري د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته استول شوی او ازادي راډيو یې یوه کاپي ترلاسه کړې پهکې راغلي چې د پاکستان حکومت کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګريزو مالونو بنديز لګولی دی. Читать дальше...
د روغتیا نړیوال پروګرام وايي، د افغان کورنیو د ملاتړ په موخه د اسیا پراختیايي بانک ورسره د ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام نن د اکټوبر څلورمه په یو بیان کې ویلي، په دې مرستې به د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره کسانو ته چې د خوړو شدید نه خوندیتوب سره مخ دي تر یوه کاله پورې د خوړو حیاتې مرستې ورسوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، دا مرستې به تر ډېره په کوڼدو او هغو ښځو وویشل شي چې د کورنیو سرپرستي ورترغاړې ده.
د اسیا پراختیايي بانک له... Читать дальше...
له پاکستانه د غیرقانوني افغان کډوالو د ویستلو پرېکړې ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او په افغانستان کې د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی دی.
وروسته له هغې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په پاکستان کې ټولو غیرقانوني افغان کډوالو ته د وتلو لپاره ضرب الاجل وټاکه، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه او له کوم فشار پرته وي.
د دې کمېشنري ویاند قیصر افریدي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل دوی د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي تر څو هغه افغانان... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې سبا په هند کې د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام پیل شي.
لومړۍ مسابقه په حیدر اباد کې د پخواني اتل انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ ده.
په دې نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون لس لوبډلو برخه اخیستې ده،چې پایلوبه به یې د نومبر په نولسمه وي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ له بنګله دیش سره ده.
د اکتوبر پر پینځمه په هند کې د ۵۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ پیلېږي. ټاکل شوې چې د انګلستان (انګلینډ) او نیو زیلینډ لوبډلې د ګجرات په احمد اباد کې په نرېندرا مودي لوبغالي کې یو بل ته مخامخ شي. خو په احمد اباد کې د کرکټ مینه وال د اکتوبر پر ۱۴مه د کوربه هند او پاکستان سیالۍ ته په انتظار دي. د نړیوال جام لپاره د تیاریو په اړه د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
نړیوال بانک په خپل نوي راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک ښودلی او وايي، د جګړې له کمېدو سره سره، له هرو دوو افغانانو یو یې یعنې له ۴۰ میلیونه وګړو ۲۰ میلیونه یې بېوزلي دي.
دا راپور چې " له نسبي ثبات وروسته نامعلوم حالت " په نوم پرون خپور شوی، ښيي چې څه ډول اقتصادي شا تګ نورې برخې اغېزمنې کړي دي.
په راپور کې زیاته شوې، خدمتونه چې د افغانستان ۴۵ ناخالصه تولید جوړوي، تېر کال ۳۰ سلنه نور هم راټیټ شوي، تر څنګ یې زراعت چې د دې هېواد د کورني ناخالص تولید ۳۶ سلنه جوړوي، تېر کال د اقلیمي بدلون له امله ۶،۶ سلنه راټېټ شوی دی. Читать дальше...
د سویډن رسنیو نن د هغو کسانو نومونه څو ساعته مخکې تر دې خپاره کړل ،چې داسې ښکارې چې د نوبل د کیمیا جایزې ګټونکي به وي.
سویډنۍ ورځپاڼې داګینس نیهتر راپور ورکړ، چې د سویډن د ساینس د شاهي اکاډمۍ خبرپاڼه یې ترلاسه کړې ده، چې پکې د مونګي باوندي، لویس بروس او الکسي اکیموف نومونه یاد شوې دي.
دا ساینسپوهان په امریکا کې ژوند کوي.
د سویډن د نوبل د کیمیا کمېټې یوه متخصص بیا همدې سویډنۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې تر اوسه څوک نه دې انتخاب شوي.
د اکاډمۍ یوه ویاند بیا په دې اړه له تبصرې ډډه وکړه.
په پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اکتوبر پر درېیمه په بیان کې دا نه دي ویلي چې د هغو افغانانو د مړینې لامل څه وو خو په تېرو وختونو کې د سیند په زندانونو کې هم ځینې ناروغه افغانان مړه شوي دي.
طالبان وایي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس نه لري او کوم چلند چې له دوی سره کیږي، هغه د منلو نه دی.
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد نن په خپله ایکسپانه کې لیکلي دي، چې اسلام اباد دې پر دې پلان له سره غور وکړي چې له خپلې خاورې غیرقانوني افغان کډوال باسي.
پاکستان د سې شنبې په ورځ وویل، چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دا کسان باید د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه ووځي کنه په زوره به وایستل شي.
فرانسه دې ته چمتو شوې ده چې ارمنستان ته د پوځي تجهزیاتو استول پیل کړي.
دا خبره د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا د سې شنبې په ورځ ایروان ته د سفر پرمهال وکړه.
کولونا د دې تجهیزاتو په اړه له توضیحاتو ډډه وکړه خو دا یې وویل چې د اروپایي تولنې له مشر جوزیف بوریل څخه یې غوښتې دي ،چې په سیمه کې د اروپایي ټولنې ماموریت پراخ کړي او ارمنستان د مالدووا په څیر د اروپایي ټولنې د سولې په میکانیزم کې شامل کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره وروسته تر دې ایروان ته ولاړه چې تیره میاشت اذربایجان... Читать дальше...
د اوکراین په جنوب، ختیځ او مرکزي سیمو کې نن د خطر زنګونه وهل شوي دي.
په دې ترڅ کې له جنوبي سیمې دنیپرو پیتروویسک څخه د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
په ورته وخت کې ماسکو ادعا کړې ده، چې د روسیې پرفضا یې درې ځایه ګڼې اوکرایني ډرون الوتکې له منځه وړې دي.
په کریوي ریه سیمه کې د چاودنو په اړه لږ اطلاعات ترلاسه شوې دي او هغه هم ابتدایي دي.
سیمه ییز چارواکي وایي، چې سهار وختي په اودیسه، میکولایوا او خرسون کې خبرداری ورکړل شو.
د روسیې دفاع وزارت وایي، چې تیره شپه یې یو دیرش اوکرایني ډرون الوتکې... Читать дальше...
د کرکټ لوبه په ګڼو هېوادونو کې مینه وال لري او په اکتوبر کې په هند کې پیلېدونکي نړیوال جام ته انتظار باسي. د کرکټ په سیالیو کې کارېدونکی توپ یا بال څنګه او چېرې جوړېږي؟ د ځواب لپاره یې د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
په ارزګان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي، په مرکز ترینکوټ کې په یوه ترافیکې پیښه کې د دوو کسانو د مړینې او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د ارزګان د امنیه قوماندانۍ له خوا په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پیښه تیر ماښام د ترینکوټ ښار اړوند د کندهار اډې ته نژدې له یوه موټر سره د یوه موټر سایکل د ټکر له کبله شوې ده.
د ولایتي روغتون مسولینو رسنیو ته وویل چې د ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په چین کې د آسیايي لوبو په لړۍ کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او د دې لوبو نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.
په دې لوبه کې چې نن سهار ترسره شوه، د ابدالیانو لوبډلې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
افغان لوبغاړو په ۱۸،۳ اوورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه.
خو د سریلانکا ټول لوبغاړي د شلم اوور په لومړي توپ وسوځېدل، په داسې حال کې چې یوازې ۱۰۸ منډې یې کړې وې.
د هېواد ملي لوبډلې هم پرون د نړیوال جام په درشل کې په یوه تمریناتي لوبه کې د سریلانکا ملي لوبدلې ته ماتې ورکړه. Читать дальше...
د طالبانو چارواکو په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو د نیونو او ځورونو په اړه اندېښنه ښودلې.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې طالبان یې اداره کوي، پرون د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې لږترلږه څلور تنه افغان کډوال د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته مړه شوي او جسدونه یې یا په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي.
افغان سفارت همداراز ویلي دي چې په تېرو دوو اونیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نژدې زر تنه افغان کډوال نیول شوي، چې تقریبا نیمايي یې په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد هم لري. Читать дальше...
د ایټالیا وینیس ښار ته نژدې د یو بس د ټکر په پېښه کې لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.
دا بس چې ډېری سپرلۍ یې اوکرایني وګړي وو، له یوه سړک څخه چې لوړ ځوړی یې لاره راپرېوتی دی.
د وینیس د تاریخي ښار د ښاروالۍ چارواکي ریناتو بوراسو ویلي په پېښه کې ۱۸ نور کسان هم ټپیان شوي دي، چې د څلورو تنو یې حالت نازک بلل شوی.
نوموړي زیاته کړه ،چې په مړو کې دوه تنه ماشومان دي.
بوراسو همداراز تایید کړه، چې یوشمېر قربانیان اوکرایني وګړي دي او ویې ویل چې دې بس دا سیلانیان یوه تفریح ځای ته لېږدول.
Спорт в России и мире
Москва
ЦСКА обыграл «Зенит» в Санкт-Петербурге впервые за 13 лет
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Анна Блинкова
Россиянки Аванесян и Блинкова вышли во второй тур турнира в Риме
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Озоновые Дыры: Вызов современности, Взгляд Романа Терещенко
Путин в России и мире
Москва
"Газета.Ru" представляет самые яркие кадры прошедшей недели
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Святая миссия русского солдата
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Концерт
Концерт в честь 9 мая завершился в Петрозаводске совместным исполнением песни «День Победы»
Москва
Журналисты узнали, как живут вне России дети Марии Голубкиной и Николая Фоменко
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net