Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

۹ ورځې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو تر مهلت پوره کیدو؛ غوښتنې او اندېښنې څه دي؟

0
په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري په دې هېواد کې مېشتو یو عشاریه ۷ میلیونه غیر قانوني افغان کډوالو ته له پاکستانه د وتلو ورکړل شوی یو میاشتني مهلت پای ته رسېدو ته یوازې نهه ورځې پاتې دي، په دې هېواد کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د پاکستان دا پرېکړه غیر عادلانه بولي او وايي پاکستان دې په دې برخه کې انساني حقونو ته درناوی وکړي.


دوی غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د کډوالو د حقونو پر بنسټ چلند وشي.


د خیبر پښتنوخوا ایالت په پېښور ښار کې میشت یو افغان کډوال فرید کاموال ازادي راډيو ته وویل:


"په وطن کې هم کاروبار نشته، خلک له هغه ځایه د کار په لټه نورو هېوادونو ته ځي، زموږ دلته تیار کاروبارونه دي، هغه پاتې کیږي، دا زموږ لپاره ډېره سخته ده، ځکه دلته مو د اولادونو ښوونځي پاتې کیږي، کاروبارونه مو پاتې کیږي، کورونه مو پاتې کیږي، زموږ غوښتنه داده چې پاکستان دې افغان کډوالو سره ګوازه وکړي او خپله پرېکړه دې بدله کړي."


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت یو بل افغان کډوال جمشېد وايي له یوې خوا دغه هيواد میشتو افغان کډوالو ته د ویزې ورکړه بنده کړې او له بلې خوا یې د ویستلو پلان عملي کوي.


جمېشد زیاتوي:


"د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته ورکړل شوی وخت ډېر کم پاتې دی، خلک ډېر په تشویش کې دي. دوی وېره لري که بیرته ته استول کیږي هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ دی، هلته کار روزګار نشته، د دې ترڅنګ ډېر راغلي افغان کډوال نورو هیوادونو ته د تګ کیسونه لري که دوی واستول شي دا کیسونه یې خرابیږي."


دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو وار بیا ټینګار کړی چې په زور د افغان کډوالو ویستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې رامنځته کړي.


د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس لیکلي چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د پنجشبې په ورځ په کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې ویلي چې پاکستان دې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي او دغه شان یې په تورخم او سپين بولدک کې د افغان مسافرو د تګ راتګ له لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د پاکستان په زندانونو کې د بندو افغان کډوالو د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.




ملګرو ملتونو هم ویلي، هیڅ هېواد دا حق نه لري چې کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي.


د دې سازمان د سرمنشي مرستیال ویاند ویاند فرحان حق تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ په دې برخه کې خپلې اندېښنې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړې دي.


له پاکستانه د غیر قانوني یو عشاریه ۷ میلیونه افغان کډوالو د ویستلو پرېکړه که څه هم په نړیواله کچه غندل شوې، خو دغه هېواد تر دې دمه په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی.


پاکستان د روانې اکتوبر میاشتې تر دیرشمې نېټې افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي، کنه دوی به یې په وړاندې د ویستلو عملیات پیل کړي.


د ایران د کورنیو چارو وزیر هم له خپل هیواده د "ناقانونه کډوالو" د شړلو غوښتنه کړې ده.


په دې کې زرګونه هغه کډوال هم شامل دي چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته د امنیتي، اقتصادي او تعلیمي ستونزو له امله دغه هیوادونو ته ورغلي دي.




که څه هم د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په دې اړه تازه څه ونه ویل، خو د دې وزارت په اېکس پاڼه د بیلابیلو شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه اوونۍ کې په خپله خوښه او په جبري ډول له ایران او پاکستانه لږ ترلږه ۳ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.


دغه وزارت دغه شان د ننګرهار په لالپورې ولسوالې کې چې تورخم ته نږدې ده ، په جبري ډول د ایستل شویو افغان کډوالو لپاره د یوه موقتي کمپ د جوړولو خبره هم کړې چې د ۵۰۰ کورنیو د اوسېدو ظرفیت به ولري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net