د چين ولسمشر اوکراين ته د يو ځانګړي پلاوي د استولو خبر ورکړی دی.
د چینایي رسنیو د راپور له مخې ولسمشر شي جین پینګ وایي چې، اوکراین ته به ځانګړی استازی واستوي څو له ټولو لوریو سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې وکړي.
د راپور له مخې شي جین پینګ دا خبره د اوکراین له جمهور رئیس ولودومیر زلنسکي سره نن د ټیلفونې مکالمې پر مهال وکړه.
د چين ولسمشر داسې مهال اوکراين ته د يو ځانګړي پلاوي د استولو خبره کوي چې، فکر کېږي چې د اوکراين د جګړې په پای ته رسېدو کې چين پر روسيه اغېز لري او شي جين... Читать дальше...
روسيې د ناروې سفير احضار کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په ماسکو کې د ناروې سفیر رابرت کویلي د دې لپاره احضار کړ چې ولې اسلو د میاشتې په پيل کې پنځلس روسیي ډیپلوماتان له خپلې خاورې ایستلي دي.
دې وزارت نن له روسیې څخه د لسو نارویجي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان هم وکړ او ویې ویل چې، د ناروې له غیردوستانه چلند را وروسته به نور غچ اخیستونکي اقدامات هم ترسره کړي.
په افغانستان کې د امریکا له جګړې څخه د پاتې شویو وسلو له امله د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بې ثباته کېدو د احتمال په اړه د روسیې له اندېښنو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه وسلې نور د کارولو نهدي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل د سهشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "سمه ده، لکه څنګه چې د دفاع وزارت او جان کربي وويل، ټولې پوځې وسايل او وسلې، چې په افغانستان کې پاتې دي، د کارولو نه وې. نو د امريکا اوسني حکومت په وار وار... Читать дальше...
په ویانا کې د طالبانو د حکومت د یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو درې ورځنۍ غونډه د چارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېده.
په انګلیسي او دري ژبو خپره شوې دې اعلامیه کې چې د ملي مقاومت په نوم د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر میثم نظري پر خپل ټویټر خپره کړې، له طالبانو سره د سولهيیز هواري لاره غوره بلل شوې، خو په عین حال کې د طالبانو په وړاندې د مقاومت د ټولو بڼو ملاتړ او پر پراختیا ټینګار شوی دی.
د ویانا د دې غونډې اعلامیه وايي، ګډونوال یې د طالبانو د ټولو مخالفو سیاسي بهیرونو ترمنځ د انسجام... Читать дальше...
په خوست کې د کوچني اختر په مناسبت د دې ولایت او دا ډول د پکتیا او کندهار د فوټبال لوبډلو تر مينځ لوبې پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام کوي. مسوولین وايي، موخه يې د ورزشکارانو تر مينځ پېژندګلوي، د مهارتونو لوړول او د اختر په ورځو کې د خلکو لپاره ساتېری دی. تفصيل د نجيب الله الوخېل په ويډيو کې.
ملګرو ملتونو ته د افغان معترضو مېرمنو سرخلاصی ليک.
په یوه سر خلاصي لیک کې چې یو شمېر مدني او د بشر د حقونو فعالانو او د اعتراض کوونکو ښځو د غورځنګونو د غړو لهخوا ملګرو ملتونو سازمان ته لیکل شوی، د طالبانو په رسمیت نه پېژندل، د افغانانو بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په خوندیتوب او ملاتړ ټینګار شوی دی.
دغه لیک پرون د سهشنبې په ورځ په ټولنیزو پاڼو کې خپور شوی او په هېواد کې دننه او بهر له سلو زیاتو کسانو لاسلیک کړی دی.
په دغه لیک کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د بحث د... Читать дальше...
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر (مارټین ګریفیټس) له نړۍ غوښتي چې افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.
سمیرا چې د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي او د شپږو اولادو مور ده له ازادي راډیو سره یې په خبرو کې وویل، د ناسم اقتصادي وضعیت له امله د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
د نوموړې په خبره د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې یې تر اوسه هیڅ ډول مرسته نهده ترلاسه کړې.
دا مېرمن وايي: "د کور ډوډۍ راوړونکې یوازې زه یم، د طالبانو له راتګ مخکې مې په یوې خیاطۍ کې کار... Читать дальше...
سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی برید کوونکی د طالبانو لهخوا وژل شوی دی.
د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي د سهشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان ولایت څانګې یو مهم غړی چې دا برید یې طرحه کړی و، د طالبانو لهخوا وژل شوی دی.
جان کربي د وژل شوي کس د هویت او د وژل کېدو د ځای په اړه جزيیات ورنهکړل.
په هغه ځانمرګي برید کې چې د ۲۰۲۱کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په یوه دروازه کې وشو، لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول. Читать дальше...
په جینوا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د روسیې استازي نن وویل، د تورسمندرګي له لارې د غلو د صادراتو د موافقې پر سر د مسکو د اندېښنو د لیرې کولو لپاره هڅو کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نهدی شوی.
دغه موافقه که تمدید نهشي د اعتبار موده یې راتلونکې میاشت پای ته رسیږي.
ګینادي ګاتیلوف نن په جینوا کې د روسیې د دایمي استازولۍ په دفتر کې خبریالانو ته وویل، د دغې موافقې د تمدید په اړه د روسیې دریځ نهدی بدل شوی.
مسکو ویلي تر هغو به د دغې هوکړې له تمدید سره موافقه ونهکړي چې د روسیې د غلو ـ دانو او سرې د... Читать дальше...
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو دا ځل د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر مهال د قبایلي سیمو اقتصاد ته د رسېدلو زیانونو پر بېلابېلو اړخونو بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د ایران یو ځواکمن روحاني او د خبرګانو د شورا چې د ایران ستر مشر ټاکي، غړی په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د ایران د ولتي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې ایات الله عباس علي سلیماني نن سهار په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
د خبر له مخې برید کوونکی هم نیول شوی دی.
ایرنا د یوه چارواکي له قوله خبرور کړی چې ویلې یې دي، دغه برید د ایران په شمال د مازندران ولایت په بابلسر ښار کې شوی دی.
د ادارې په وينا کوټه، لاهور، راولپېنډۍ، کراچۍ، حیدراباد او اسلام اباد هغه لوی ښارونه دي چې د سرشمېرنې عمل پکې غځول شوی دی. پر دې سربېره په پېښور، ډېره اسماعیل خان، ایبټ اباد، ټانک، اټک، ګوجرانواله، سیالکوټ، جهلم، ګجرات، شیخوپوره او چکوال ضلعو کې به هم د سرشمېرنې کار د اپرېل تر ۳۰مې روان وي.
د ګڼو سرچینو ترمخه، د داعش قوماندان د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په جنوبي برخو کې د طالبانو او داعش وسله والې ډلې تر منځ په نښتو کې ووژل شو. واضحه نه ده چې د طالبانو او داعش ترمينځ دا نښته په کوم ځای او کوم وخت شوې ده.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وایي چې د طالبانو چارواکو د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی دی.
دا برید د اګست په ۲۶ نېټه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې هغه مهال وشو چې امریکايي ځواکونه د وتلو په حال کې و او په پایله کې یې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
د فرانس پرس آژانس د راپور له مخې جان کربي پرون په یوه بیان کې وویل چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې یوه مشر چې مستقیماً یې د دغه برید په پلانولو او سرته رسولو کې لاس درلود، وژل شوی دی. Читать дальше...
په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ملېشه ځواکونو ترمينځ نښتې دويمه اوونۍ هم دوام لري. د سوډان حکومت غوښتل چې دغه ملېشې په پوځ کې شاملې کړي خو هغوی له دې انکار وکړ چې ورسره د دواړو غاړو ترمینځ نښتې پيل شوې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ترکی ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان لپاره ځانګړی همغږی کوونکی ټاکلی دی.
نوموړی د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې دنده لري چې د افغانستان د وضعیت په اړه خپلواکه ارزونه وکړي.
ګوټېرېش له سینیرلي اوغلو څخه غوښتي چې د افغانستان اوسنیو ننګونو ته د رسېدو لپاره دې د یوې واحدې او همغږې تګلارې لپاره د وړاندیزونو د چتمو کولو په پام کې نیولو سره د یوې خپلواکې ارزونې مشري وکړي.
د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه د افغانستان په اړه د دا ډول ارزونې غوښتنه چې د نومبر... Читать дальше...
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې پاکستان دې له افغانستان سره تړلې ټولې لارې د کاروبار لپاره پرانېږي چې دا ډول د دواړو غاړو پښتانه په اسانه خپله روزي وګټي. نوموړي د اپرېل پر ۲۵مه په پښين ښار کې د اختر په تړاو يوې ولسي غونډې ته په وينا کې دا هم وويل چې د پاکستان په روانو حالاتو کې انتخابات کول د تاوتريخوالي سبب ګرځي.
د کتاب نړيواله ورځ، خو ولې افغانان له کتاب لوست سره مينه نهلري؟ د سراج الاخبار ټوله پښتو په نوم د کتاب له ليکوال زرين انځور سره خبرې.
دغه راز د نړۍ د ستر کتابتون په اړه د کابل پوهنتون پخوانی استاد محمود مرهون مالومات راکوي او د اختر په خوښيو کې کوژدنو ته د افغانانو د جوړو وړلو د دود په اړه راپور درته لرو.
ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف وايي، مسکو به د طالبانو حکومت تر هغه مهاله په رسمیت ونه پېژني چې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په ګډون د نړیوالو معیارونو په اساس خپل مکلفیتونه ترسره نه کړي.
لاوروف دا څرګندونې بېګا د ملګرو ملتونو په مقر کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه وویل چې طالبان یو حقیقت دی او باید خبرې ورسره وشي، خو زیاته یې کړه چې اساسي بشري حقونو، له هغې ډلې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی هم د رسمیت پېژندنې له مهمو معیارونو څخه دی.
د طالبانو حکومت تراوسه د نړې هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
د اروپايي پارلمان غړو د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتي چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې د روسیې او بېلاروس ورزشکارانو ته د انفرادي ګډون پر ځای په دې لوبو کې د هغوی د ګډون مخه ونیسي.
د دې پارلمان چې ۴۶ غړي لري، د سپورت کمېټې پرون د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې د دوو ساعتونو لپاره په دې اړه بحث وکړ.
اروپايي پارلمان همداراز پلان لري چې پر اوکراین د یرغل په خاطر د دې دواړو هېوادونو د لوبغاړو او چارواکو د ګډون د مخنیوي د طرحې په اړه یو راپور هم چمتو کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د تور سمندرګي له لارې د اوکراین او روسیې د غلې د صادراتو موافقه له خنډ سره مخامخ شوې ده.
سیرګي لاوروف وايي، د روسیې د صادراتو پر وړاندې لاهم خنډونه شته دي.
دا موافقه تېره میلادي میاشت د شپېتو ورځو لپاره تمدید شوه، خو مسکو خبرداری ورکړ چې که لوېدیځ د روسیې د غلې دانې او سرې د صادراتو پر وړاندې خنډونه لرې نه کړي نو د موافقې تمدید به ونه مني.
لاوروف پرون په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین... Читать дальше...
ريليف وېب انلاين خپرونه:
د ملګرو ملتونو اړوند ریلیف وېب انلاین خپرونه لیکي، د طالبانو د حکومت فرمانونو او سیاستونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر ملاتړ کوونکو او د بشر حقونو د سازمانونو پر فعالیتونو اغېز کړی دی.
د خپرونې په ټکو، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د طالبانو سرپرست حکومت څو داسې فرمانونه صادر کړي چې د بشر حقونه محدودي.
دې فرمانونو پر ښځو د زدهکړو، کار، اجباري حجاب، سفر او تفریح په برخو کې محدودیتونه وضعه کړي دي.
د مطلب په بله برخه کې راغلي، د... Читать дальше...
د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل په ۳۵مه سیالۍ کې ګجرات ټایټانز د ممبي اینډینز لوبډلې ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه.
ګجرات لوبډلې د ۲۰۸ منډو هدف ټاکلی و او ممبي یې په ځواب کې ۱۵۲ منډې وکړې.
په دې سیالۍ کې چې د سې شنبې په ماښام ترسره شوه، دوه افغان لوبغاړو راشدخان او نوراحمد هم د ګجرات په بریا کې مهم رول ولوباوه او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.
راشدخان چې په دې لوبه کې ۲ وېکټې ترلاسه کړې، په روانو سیالیو کې یې د وېکټو مجموعه ۱۴ ته لوړه شوه او تر ټولو توپ اچونکو مخکې شو.
بل افغان لوبغاړي نوراحمد بیا تر دې دمه په درېیو سیالیو کې ۶ لوبغاړي سوځولي دي. Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د ترهګرۍ په ځاله د افغانستان د بدلېدو په باب د واشنګټن پوسټ هغه راپور چې د امریکا د دفاع وزارت د یوه افشا شوي سند پر اساس خپور شوی و، غیرموجه وباله.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه راپور غیرموجه وباله چې د امریکا د دفاع وزارت د یوه افشا شوي سند له مخې په کې ویل شوي وو، افغانستان بیا د تروریزم په ځاله په بدلېدو دی.
خلیلزاد پرون په خپل رسمي ټویټر... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی دی.
دا برید د اګست په ۲۶ نېټه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې هغه مهال وشو چې امریکايي ځواکونه د وتلو په حال کې و او په پایله کې یې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
یوه جګپوړي امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پولیتیکو ورځپاڼې ته ویلي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې مشر چې دا برید یې تنظیم کړی و، په وروستیو اونیو کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.
دا په افغانستان کې د وروستیو کلونو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Фитнес прокачивает онлайн // Благодаря чему растет спрос на видеотренировки
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Уимблдон
Финалистка юниорского Уимблдона-2023 получила временное отстранение за допинг
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Чем грозит парковка на газоне
Путин в России и мире
Москва
Кировчанин с позывным Струна стоял рядом с Владимиром Путиным 9 Мая в Москве
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко пообещал рассмотреть запрос об убежище судьи из Польши
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Певец Григорий Лепс пожаловался на одиночество и признался, что его сердце свободно
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net