د پنجاب او خیبر پښتونخوا انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ وروستۍ پرېکړې ته په اشاره وویل، د ملګرو ګوندونو تر رضا کولو زیات سخت کار به سپریم کورټ پر دې قانع کول وي چې خپلې فیصلې ته بیا کتنه وکړي.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي، طالب چارواکي باید د واشنګټن پوسټ خبریالې سوزانا جورج ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته لاړه شي او خپل ژورنالیستیک کار ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر خبریالانو او رسنیو د بندیزونو د دوام په اړه اندېښنې رامنځته شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي، طالب چارواکي باید د رسنیو د محدودولو لپاره خپلې ټولې هڅې ودروي.
دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر رسنیو د لګول شویو بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه... Читать дальше...
د ناټو سرمنشي یو وار بیا په دې پوځي تړون کې د اوکراین د غړیتوب ډاډ ورکړ.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو وار بیا په دې پوځي تړون کې د اوکراین د غړیتوب د ملاتړ او د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډاسټین بیا تر هر وخت چې وي، له کییف د متحدانو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
دغو چارواکو په جرمني کې اوکراین ته چې په ختیځ کې یې جګړې روانې دي، د نورو وسلو د لېږد پر موضوع د بحث لپاره غونډه رابللې ده.
د ناټو سرمنشي نن په خپلو خبرو کې زیاته کړه، اوس د متحدانو عمده تمرکز به پر دې وي چې د روسیې د غیرموجه یرغل... Читать дальше...
اختر د لیدنې کتنې جشن دی، خو د یو شمېر افغانانو په خبره د ټولنیزو رسنیو په رامنځته کېدو د اختر ورځو دا دود پیکه شوی دی.
نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
له پخوا راهيسې، په افغانستان کې په اخترونو کې د یو بل کورونو ته تګ راتګ د دې ورځو یو له عامو دودونو دی.
خو یو شمېر افعانان وايي، اوسمهال خلک د دې پر ځای چې د یو بل کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره لاړ شي، د ټولنیزو رسنیو له لارې یو بل ته مبارکي ورکوي.
د کابل اوسېدونکې نفیسه وایي، په پخوا وختونو کې چې موبایلونه نه وو نو د دوی خپلوان په اخترونو کې... Читать дальше...
نن د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
په ښارونو کې د موټرو د تګ راتګ شور شته، خو مېشت وګړي یې د اختر د بې خوندۍ کیسې کوي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دویم کوچنی اختر، خو یو شمېر افغانان وايي، دا اختر د تېر په څېر خوند نه لري.
د تخار اوسېدونکی فریدون وايي، کوچنی اختر په داسې حال کې راورسېد چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "په دې اختر کې امنیت یو څه ښه ده هر څوک هر چېرته وغواړي تلای شي، خو د خلکو اقتصاد خراب دی، پیسې نه شته، کار نه شته. Читать дальше...
په جېنیوا کې د افغانستان دایمي استازولي ویلي ول چې امینه محمد او د ملګرو ملتونو نور لوړپوړي چارواکي باید د سازمان د هغه منشور او ارزښتونو مسوولانه ساتنه وکړي چې په تېرو ۷۵ کلونو کې جوړ شوي، پراختیا یې موندلې او د یو سند په توګه د تطبیق وړ دي.
په پاکستان کې اکثر تر هر اختر څو ورځې مخکې د ګاډو کرایې لوړېږي. د راولپېنډۍ په لویه اډه کې یوشمېر مساپرو مشال راډیو ته وویل چې ډرېورانو کرایې خورا لوړې کړې دي. خو ډرېوران د کرایو زیاتولو خپل دلیل لري. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په کراچۍ کې یو پښتون مدني فعال په لارو، کوڅو کې ګرځي، مدرسو، جوماتونو او ښوونځیو ته ورځي او هلته د ماشومانو د لوبو د ټوپکونو، تفنګچو او نورو وسلو پرضد کیمپېن کوي. دی وايي، د لوبو د وسلو استعمال د ماشومانو پر ذهن ناسم اغېز کوي. ویډيويي رپورټ.
په کندهار کې د مشهوره لاسي خامکي غاړو بازار سوړ شوی دی.
د دې خامکي غاړو جوړونکي او کاروباریان اقتصادي ستونزې، د ماشیني غاړو زیاتوالی او د بهرني مارکېټ نشتوالی د دغو خامکي غاړو د بازار د لوېدو او د بیو د ټیټوالي لاملونه بولي.
دغه غاړې چې معمولاً په اخترونو ، ښادیو او د خوښو په نورو مراسمو کې اغوستل کېږي یو مهال د یوې غاړي بیه تر ۴۰ زره افغانیو رسېده، خو اوس دغه ډول غاړه په ۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.
نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنیټ وايي، د پایداره سولې، دغه راز د اساسي حقونو او ازادیو لپاره د افغانانو ملاتړ کوي.
هغه نن سهار په ټویټر کې د کوچني اختر د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، اختر د شکرانې، زړه سوي او زغم د ارزښتونو لپاره زموږ تعهد څرګندوي.
نن په افغانستان او د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثریت وګړي وایي، د بې وزلۍ او د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې دې اختر ته سم تیاری نه دی نیولی. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر وايي، دا او د هغې ټیم په نورو حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او خصوصي سکټور کې له نورو اړخونو سره د سوله ییز او سوکاله افغانستان د تحقق ملاتړ کوي، داسې افغانستان چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.
مېرمن ډیکر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د هغو زرګونو نارینه او ښځو مننه کړې چې افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره یې ځانونه وقف کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوي... Читать дальше...
د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې یا سي پي جی د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریالې سوسانا جورج ته اجازه ورکړي څو له افغانستانه بیا راپورونه ورکړي.
دغې نړیوالې کمېټې پرون په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي باید په افغانستان کې پر مطبوعاتو د فشارونو ټولې هڅې ودرول شي.
د اعلامیې له مخې د واشنګټن پوسټ مشر اډیټرې سالې بزبي ویلي، سوسانا جورج ته چې په اسلام اباد کې اوسېږي او د افغانستان تر څنګ د پاکستان لپاره د دوی د بیرو مشره ده، د طالبانو له خوا اطلاع ورکړل شوې چې له افغانستانه بیا راپور نه شي ورکولی. Читать дальше...
د اوکراین پوځ نن ویلي، روسیې د سختو زیانونو له ګاللو سره سره د اوکراین پر ختیځ ښار باخموت خپل پوځي عملیات شدید کړي دي.
په همدې حال کې پر کییف او پولتاوا سیمې د بې پېلوټه الوتکو حملې شوي چې زېربناوو ته یې زیانونه اړولي دي.
بلخوا د اوکراین متحدان د اوکراین ځواکونو ته د اضافي پوځي ملاتړ برابرولو لپاره په چمتووالي بوخت دي.
د کییف پوځي ادارې مشر سرهی پوپکو نن په ټیلګرام کې ویلي، د اوکراین هوايي مدافع تېره شپه د کییف پر فضا په ایران کې د شاهد په نوم جوړې شوې اته بې پېلوټه الوتکې کشف او ویشتلي دي. Читать дальше...
د کوچني اختر په ویاړ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د ازادي راډیو مینه والو ته مبارکیانې ویلي او ټولو افغانانو ته یې د یوه سوکاله او خوشاله ژوند هیله کړې.
نور په ویډیو کې:
د کوچني اختر په ویاړ خبریالې او ویاندې مسکا نیازۍ د ازادي راډیو مینه والو ته څو لنډۍ زمزمه کړي دي.
نور په ویډیو کې:
د اردن بتول الرشدان د سبزیو او مېوو له پوستکو فېشني شیان جوړوي او وروسته يې د انټرنېټ له لارې پلوري. نوموړې وایي د دغه کار مقصد يې د فېشن په صنعت کې د پلاسټک د استعمال راکمول او د چاپیریال خوندي ساتل دی.
په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
د خیبرپښتونخوا د چارسدې په سرکي سيمه کې د ملک په کچه تر ټولو ډېر ځمکني توت (سټرابري) کيږي. خو دلته کروندګر وايي چې دا کال د بارانونو له وجې سټرابري کمه شوې ده. خلک غوښتنه کوي چې که په صوبه کې ورته د سټرابري ساتلو يخې خونې (کولډ سټورېج) جوړې شي نو ګټه به يې ډېره وي.
په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ.
د پاکستان د مرکزي رویت هلال کمېټۍ مشر مولانا سید محمد عبدالخبیر ازاد د اپرېل پر ۲۰مه ماخوستن مهال په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په هېواد کې یې د کوچني اختر د میاشتې لیدو قوي شهادتونه نه دي ترلاسه کړي.
د پښتو ژبې شاعر شفیع الله بابرزي د اختر مبارکۍ تر څنګ د ازادي راډیو مینه والو ته خپل یو شعر هم ډالۍ کړی دی.
نور په ویډیو کې:
د پښتو ژبې شاعر دیا سینګ انجان د اختر مبارکۍ تر څنګ د ازادي راډیو مینه والو ته یو شعر هم ډالۍ کړی دی.
نور په ویډیو کې:
د امریکا د خزانې وزارت په یوه ایراني تبعه او شپږو بنسټونو بندیزونه لګولي دي.
دا بندیزونه د هغه څه لپاره چې د امریکا له تحریمونو د تښتې د شبکې نوم ورکړل شوی، لګول شوي.
په دې ډله کې د مهدي خوش قدم په نوم د یوه ایراني نوم راغلی چې د امریکا د خزانې وزارت په خبره د الکترونیک پرزه جاتو په پېرلو سره یې د تهران د بې ثباته کوونکو پوځي پروګرامونو اسانچاري کړې.
د راپورونو له مخې ایران له دغو پرزو د بې پیلوټه الوتکې په جوړولو کې کار اخیستی دی.
د امریکا د خزانې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د... Читать дальше...
احتمال شته چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د هغه ټیم به راتلونکې اونۍ د ویډیو له لارې بیا ځلي خپل ټاکنیز کمپاین اعلان کړي.
یوې باخبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پرون د اپرېل ۲۰مه رویټرز ته وویل چې دا اعلان به د ۸۰ کلن جو بایډن له خوا د اپرېل په ۲۵مه چې د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د کمپاین د پیل له کلیزې سره سمون خوري ترسره شي.
تېره اونۍ، ولسمشر بایډن دا هم وویل چې هغه به خپل کمپاین 'نسبتاً ژر' پیل کړي.
د طالبانو د حکومت د کونړ ولایت ځايي چارواکي هم دا مني چې سږکال د دې ولایت له پنځلسو ولسوالیو څخه په ديارلسو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي.
کونړ ولایت کې له ۱۳۹۵ شمسي کال څخه بیا د تېر کال تر لومړیو پورې کوکنار نه کرل کېدل، خو د تېر کال د قوس د میاشتي په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د دې ولسوالۍ په لسګونه جريبو ځمکو کې کوکنار وکرل شول چې اوس د طالبانو حکومت د دې کښتونو ویجاړول پيل کړي دي.
د دې ولایت بزګران وايي، د زراعتي محصولاتو د بازار نشتوالي او د تارياکو د بيو لوړوالي ته په کتو سره، دوی پروسږکال... Читать дальше...
د سعودي عربستان د اعلان له مخې نن جمعه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
د طالبانو سترې محکمې هم تېره شپه اعلان وکړ چې نن په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثریت وګړي وایي، د بې وزلۍ او د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې سږني اختر ته سم تیاری نه دی نیولی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر له ۲۸ میلیون وګړو اوړي چې ۶ ملیونه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.
یو شمېر نړیوالو مطبوعاتو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د وروستیو څرګندونو په اړه مقالې خپرې کړي دي.
جان سوپکو د امریکا د کانګرس غړو ته په وینا کې وویل، دی نهشي تضمینولای چې افغانستان ته د امریکا میلیاردونه ډالره بشري مرستې به د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.
سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼه:
سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د ښاغلي سوپکو هغه خبرې راخیستي چې ویلي یې دي، تر اوسه یې داسې طالب جنګیالي نهدي لیدلي چې وږي وي، د ده په وینا دوی ټول چاغ او خوشاله ښکاري، په داسې حال کې چې د نړیوال... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net