روسيې نن د خپلو ډيپلوماټانو د ايستلو له امله د ناروې سفير احضار کړ
روسيې د ناروې سفير احضار کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په ماسکو کې د ناروې سفیر رابرت کویلي د دې لپاره احضار کړ چې ولې اسلو د میاشتې په پيل کې پنځلس روسیي ډیپلوماتان له خپلې خاورې ایستلي دي.
دې وزارت نن له روسیې څخه د لسو نارویجي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان هم وکړ او ویې ویل چې، د ناروې له غیردوستانه چلند را وروسته به نور غچ اخیستونکي اقدامات هم ترسره کړي.