د کابل په لوېديځ کې د یوه ښوونځي مخې ته تر بمي حملې وروسته د دې ښوونځي زدهکوونکې د رواني درملنې لپاره بېرته خپل ښوونځي ته ورځي.
دوی وايي چې هېڅکله به ونهوېرېږي او نه به له زدهکړو لاس واخلي. د مې میاشتې په اتمه په دې حمله کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته تر ترهه اچوونکې بمي حملې څو اوونۍ وروسته، یو له دغو زدهکوونکو فاطمه نوري او د دې نورې ټولګیوالې په خپل ټولګي کې راټولې شوې.
د کابل په لوېديځ کې دا ښوونځی د مې میاشتې له اتمې نېټې راهیسې تړلی و.
په دې... Читать дальше...
د افغانستان ولسي جرګې د ترانسپورټ وزیر قدرتالله ذکي دغې جرګې ته استیضاح کړ.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اور لګېدنې چې له املهيې په سوداګریزو توکو بار سلګونه موټر د اور خوراک شول او دغهشان په دې وزارت کې غیر قانوني ټاکنې جرګې ته ښاغلي ذکي د استیضاح لاملونه بلل شوي دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو ښاغلی ذکي جرګې ته په بېاحترامۍ هم تورن کړی ځکه د دوی په وینا د جرګې غونډو ته د ځواب ورکولو لپاره نهدی حاضر شوی.
یو شمېر نورو وکیلانو بیا په یاد وزارت کې د کارکوونکو غیر قانوني ټاکنو ته اشاره وکړه او ویېویل چې باید دا شان کړنې بندې شي. Читать дальше...
د امازون شرکت مؤسس جیف بیزوس وایي، دی او ورور بهیې راتلونکې میاشت د ده د شرکت بلو اوریجن لهخوا جوړه شوې فضایي بېړۍ کې فضا ته سفر وکړي.
بیزوس نن دوشنبه په انستاګرام پاڼه کې ویلي چې له پنځه کلنۍ یې فضا ته د تلو خوب لیده چې هغه ته به د جولای په ۲۰مه عملي بڼه ورکړي. هغه ویلي چې له خپل ورور او نږدې ملګري سره به دغه هیجاني سفر سر ته ورسوي.
بلو اوریجن (Blue Origin) وویل چې بیزوس او د هغه ورور مارک به لومړني کسان وي چې د دې شرکت په نیو شیپارډ بېړۍ که فضا ته ځي.
په دې بېړۍ کې درېیم ځای داوطلبي... Читать дальше...
په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د رسمي شمېرو له مخې دا له کله چې کرونا خپره شوې په دې هېواد کې د کرونا له امله د مړه شویو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په دې موده کې ۱،۵۸۲ کسان پر کرونا اخته شوي چې دا هم پر کرونا د اخته شویو کسانو لوړه شمېره ده.
پر کرونا دغه نوي اخته شوي کسان د هغو ۴،۶۷۱ کسانو له ډلې دي چې د کرونا ټسټونهیې ترسره کړي دي.
په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته شویو کسانو رسمي شمېر۸۲،۳۲۶ تنو ته رسېدلی دی.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په ننګرهار ولایت کې يې د یوې لويې چاودنې مخه نیولې ده.
د دې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې وسلهوالو طالبانو په یوه مازدا موټر کې ۱۳،۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و او غوښتليې له لوګرهيې ننګرهار ته انتقال او هلته چاودنه ورکړي چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شول.
په اعلامیه کې که څه هم دا نهدي ویل شوي چې نیول شوي چاودېدونکي مواد کوم ډول دي، خو ویلي دي چې که چېرې له چاوېدونکو موادو بار دغه موټر خپل هدف... Читать дальше...
پاکستان د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین سر له ننه په ټول هېواد کې پیل کړ.
د دغه کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره له ۳۰ ملیون زیات ماشومان واکسین شي.
چارواکو وویل چې دغه کمپاین به شاوخوا ۲۲۳ زره واکسیناتوران مخ ته وړي. د خېبر پښتونخوا ایالت روغتیایي چارواکو ویلي چې د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین په ترڅ کې به په دې ایالت کې له ۶ ملیون زیات ماشومان واکسین شي.
چارواکي وایي چې ۴۰ زره پولیس ګومارل شوي چې کور په کور د واکسیناتورانو د څه باندې ۳۰ زره ګرځنده ټیمونو امنیت خوندي کړي. Читать дальше...
د یوې نوې سروې نتیجه ښیي چې د ګډونوالو نیمایي برخهیې په جابان کې د المپیک د سږني دوبي د لوبو د ترسره کېدو ملاتړ کوي.
د یومیوری شیمبون ورځپاڼې لهخوا په ترسره شوې دغه سروې کې له ګډونوالو دا پوښتنه شوې چې ایا غواړي په توکیو کې د المپیک لوبې ترسره شي؟
نیمایي یعنې په سلو کې ۵۰ ګډونوالو یې ملاتړ کړی دی.
تر دې مخکې سروېګانو کې ډېرو ګډونوالو یې د دغو لوبو د لغوه کېدو یا هم د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
ټاکل شوې وه چې د المپیک لوبې تېر کال په توکیو کې ترسره شي، خو د خپرې شوې کرونا وبا له امله د جولای ۲۳مې ته ځنډول شوې دي.
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي په احمد ابا، میرزاکه او زرمت ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې وسلهوالو طالبانو ته د درنې مرګژوبلې د اړولو خبر ورکوي.
ښاغلي فدایي رسنیو ته په یوه استولي پیغام وویل کې وویل: "بېګا شپه افغان زړهورو امنیتي ځواکونو په پکتیا کې ۵۰ ترهګر چې اکثریتیې بهرنیان دي وژلي او ډېری یې ټپیان دي."
نوموړی د احمدابا ولسوالۍ په جان غر سیمه کې د ۱۲، د مېرزاکې ولسوالۍ په کړکین خوله کې د ۲۸ او د زرمت ولسوالۍ په زرګر ګودر سیمه کې د ۱۰ وسلهوالو طالبانو د وژلو خبره کوي. Читать дальше...
د بدخشان سیمهییز شاعر، عبدالملک صیاد چې شاوخوا اووه لسیزې کېږي شعرونه لیکي اوس په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
صیاد وايي د خپل ژوند او د کورنۍ د لګښتونو لپاره شعرونه لیکي.
دی زیاتوي د خپلو شعرونو د لومړۍ ټولګې د چاپ لپارهیې خپل کور ګرو کړ، خو د نورو ټولګو د خپرولو لپاره مالي توان نهلري.
د امریکا کانګرس یو شمېر غړي وایي، اېسایوي (SIV) یا د کډوالۍ ځانګړې ویزې د هغو افغانانو چې امريکايانو سرهیې کار کړی ستونزه نهشي حلولای او د امریکا حکومت باید پر بل پلان کار وکړي.
د کانګرس یو شمېر غړو ولسمشر جو بایډن ته په یو لیک کې د هغو افغانانو د اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه شریکه کړې چې په افغانستان کې یې له امریکا سره کار کړی دی.
د امریکا د ژمنو د درناوي او عملي کولو لپاره د کانګرس ګډ کاري ډلې د رهبرۍ غړو ولسمشر جو بایډن ته دغه لیک کې لیکلي چې په افغانستان کې د دوی افغان... Читать дальше...
سیمین او ستاره بلخ کې د یو خصوصي پوهنتون بنسټ ایښودونکې دي چې د وضعیت د لا خرابېدو او د سولې خبرو د جزئیاتو نهخپرولو اندېښمنې کړې دي.
دغه مېرمنې چې د سلګونه خلکو لپاره په ځانګړې توګه د ښځو لپارهیې د زدهکړو زمینه مساعده کړې، د طالبانو بېرته راستنېدو او د ښځو حقونو لهمنځه تلو اندېښمنې کړې دي.
جمهوري ریاست وايي، د هېواد د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د زیاتو امکاناتو او تجهیزاتو برابرول کابل ته د راغلي امریکايي پلاوي د سفر له مهمو بحثونو دي.
د ارګ له قوله، په دې اړه کابل ته د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د راغلي ګډ پلاوي سره خبرې شوي او یاد پلاوي په دې اړه د متحده ایالاتو پیغام هم جمهور رئیس غني سره شریک کړی دی او پر دې اړه لا زیات بحث، د راتلونکو ورځو د اجنډا مهمه موضوع ده.
د جمهور رئیس غني د ویاند مرستیال محمد امیري ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "پر نورو مرستو سربېره، د هېواد... Читать дальше...
د ننګرهار مدني فعالانې د جون پر شپږمه د ښځو چارو ریاست ته ورغلې وې او هلته یې په خبرو کې وویل چې د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب غواړي.
سږکال په خیبر پښتونخوا کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده راغلې خو په بلوچستان کې بیا یوازې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو په بادغیس ولایت کې په هوایي عملیاتو کې وسلهوالو طالبانو ته د تلفاتو د اوښتو خبر ورکوي.
دې قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه عملیات پر طالبانو د جوند ولسوالۍ په دوو کلیو قندان او خولهتوت کې ترسره شوي چې په نتیجه کې یې اته وسلهوال وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې د دښمن یو شمېر وسلې، مهمات او ۶ عرادې موټرسایکلونه هم لهمنځه وړل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
چارواکي او په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلګو استازي وایي چې د دې ولایت د ګېزاب ولسوالۍ طالبانو نیولې او په چوره ولسوالۍ کې هم ۱۴ امنیتي پوستو سقوط کړی دی.
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلګو استازي بسمالله جان محمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ګېزاب ولسوالۍ نن یو ساعت مخکې پولیسو طالبانو ته پرېښې او مېشت سرتېري ټول دایکنډي ولایت ته تللي دي.
ښاغلی محمدي زیاتوي: "نیم ساعت مخکې چې ګېزاب ولسوالۍ سقوط وکړي، پولیسو او اردو یوه یوه میله سلاحيې وړې او دایکنډي ولایت ته تللي دي، که اردو دي او که پولیس دي... Читать дальше...
د پاکستان د رېلونو ادارې یوه چارواکي ګل حسن مشال راډیو ته وویل، پېښه د جون پر اوومه سهار شاوخوا څلور بجې د سیند صوبې په ګوټکي ضلعې کې شوې.
په هرات کې به سږ کال د ځمکني توتانو حاصلات ۱۵۰ متریک ټنه ته ورسېږی. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ سرپرست بشیر احمد احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي او ښه حاصلاتیې ورکړي دي.
نوموړي وویل چې تېر کال په هرات کې ځمکني توتان ١٤٠ مټریک ټنه وو.
هرات د مناسبې هوا له امله د هېواد په کچه د ځمکني توتانو تر ټولو لوی فارمونه لري.
باید وویل شي چې اوس په بازار کې د يو کیلو ځمکنيو توتانو بیه له ۲۰۰ نیولې تر ۲۵۰ افغانۍ پورې ده.
د هرات ځمکني توتان نیمروز، غزني،... Читать дальше...
هېواد
هېواد ورځپاڼې په جګړو کې د بشري حقونو د نقض د اندېښنو په تړاو لیکنه خپره کړې ده.
وړاندې راغلي چې په افغانستان کې د جګړو له امله د بشري حقونو نقض له ډېرې مودې راهيسې په پرلهپسې توګه روان دی او له افغان ولس د ژوندانه او پرمختګ حقونه هم اخيستل کېږي.
لیکوال اندېښنه ښودلې چې د جګړې شدت او د سولې لپاره نهژمنتيا به دغه وضعيت لا پسې ترينګلی کړي.
ورځپاڼې د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون د مشرې هغه څرګندونې هم راخیستي چې د مذاکراتو پر دواړو ټيمونو یې غږ کړی چې ژر تر ژره سوله راولي او رامنځته شوي خونړي او وحشتناک وضعيت پای ته ورسوي. Читать дальше...
روسیه تر هغه بریده "په جرمني کې استخباراتي فعالیتونه کوي" چې د سړې جګړې پر مهاليې کول.
دا خبره د جرمني د کورني استخباراتو رئیس توماس هیلدینونګ له ویلت ام سونتاګ ورځپانې سره په یوه مرکه کې کړې چې یکشنبه خپره شوې.
هغه ګواښ کړی چې د روسیې دا فعالیتونه د پام وړ مخ په زیاتېدو دي.
توماس هالدینونګ زیاته کړې چې روسیه د جرمني ټولو برخو ته پېچلې استخباراتي لېوالتیا لري.
هغه ویلي روسیه یو ګڼ شمېر اجنټان(جاسوسان) لري چې هڅه کوي له تصمیم نیوونکو خلکو سره رابطه ونیسي.
د جرمني د کورني استخباراتو رئیس... Читать дальше...
د پاکستان په سند ایالت کې د دوو چټکو رېلګاډو په ټکر کې د مړه شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۶ کسانو ته لوړ شوی.
په دې پېښه کې چې نن سهار د دهرکي ښارګوټي ته نږدې شوې، لږترلږه ۶۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
په کراچۍ کې د ریلګاډي ادارې یوه چارواکي ګل حسن ازادي راډیو ته وویل چې له مسافرو ډک یوه رېل له بل ګړندي رېل سره ټکر وکړ او له پټلۍ بېلارې شو.
هغه وویل چې د دغې پېښې په اړه څېړنه پیل شوې ده. ژغورونکو په ویجاړو شویو واګونونو کې د بند پاتې شويو خلکو د را ایستلو لپاره د ځانګړو وسایلو غوښتنه کړې ده. ... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، مخکې تر دې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري دی غواړي له ولسمشر بایډن سره ملاقات وکړي.
زلنسکي ویلي، دی به له ولسمشر بایډن سره د امریکا پر هغه پرېکړه خبرې وکړي چې د نورد سټریم دوه په نوم د ګازو پر نللیکه یې بندیزونه مستثنی کړي دي.
په پام کې ده، د امریکا او روسیې ولسمشران د جون پر ۱۶مه په ژنیف کې سره وګوري.
د اوکراین ولسمشر زلنسکي د امریکا له اکسیوس خبري وېبسایټ سره په مرکه کې وویل، دی به په هر ممکنه وخت کې له ولسمشر... Читать дальше...
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، په سره رود ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ غړي په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
دغه دفتر پرون ماښام په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو عملیاتو کې ۴ نور وسلهوال طالبان ټپیان شوي دي.
بلخوا ۲۰۳ تندر قول اردو وايي چې تېر ماښام په لوګر ولایت کې ۵ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
دې قول اردو په یوه اعلامیه کې ویلي دا وسلهوال طالبان د مرکز پل علم په کلنګار سیمه کې په هدفي برید کې داسې وخت وژل شوي چې غوښتلیې په غلچکي برید سره خلک وځوروي.
طالبانو په دې باب څه نهدي... Читать дальше...
د تاوتریخوالي د کمښت لپاره د زلمي خلیلزاد له غوښتنې سره جوخت د غور شهرک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې او د فاریاب قیصار ولسوالۍ د دې ډلې لهخوا محاصره شوې ده.
د غور والي عبدالظاهر فیضزاده د یکشنبې په شپه د شهرک ولسوالۍ د سقوط خبره ازادي راډيو ته تأیید کړه.
ښاغلی فیضزاده زیاتوي: "زموږ اړیکه له هغوی (ولسوالۍ) سره پرې ده. کله چې مخابره قطع کېږي په دې معنی چې ولسوالۍ سقوط کړی. تر وروستي حده موږ خپله هڅه وکړه. ځکه جنګ تېره شپه ختم شوی و. مګر پنځه-شپږ بجې زموږ اړیکې پرې شوې او دوی د تنګه ازو په... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده چې په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه وتلو ته نېږدې کېږي، موږ باید د خپلو افغان متحدانو ژوند ته لومړیتوب ورکړو.
په مقاله کې راغلي چې له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې امریکا د دې هېواد له ځواکونو، ډیپلوماټانو او حکومتي کار کوونکو سره د کار په خاطر افغانان د ترجمانانو، کلتوري سلاکارانو او امنیتي ساتونکو په توګه استخدام کړي وو.
د مقالې په وینا دا خلک چې د امریکا د جګړې د وختونو متحدان دي، اوس له امریکا سره د کار کولو په خاطر هدف ګرځول کېږي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Открытый московский фестиваль конного искусства и спорта пройдет на ВДНХ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Андрей Рублев поднялся на шестое место в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
«Метриум»: Заповедные земли
Путин в России и мире
Москва
Никол Пашинян наговорил перед разговором // Премьер-министр Армении и президент России обсудят двусторонние разногласия
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: Минск не будет рисовать никаких линий, мгновенно ответит на агрессию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Lizzo
Тучная рэперша Lizzo показала фигуру в платье с откровенными вырезами
Москва
Легенда ЦСКА Масалитин назвал демотивацию главную проблему клуба в этом сезоне
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net