Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

بایډن ته د کانګرس ځینو غړو لیک؛ افغانانو ته 'اېس‌ای‌وي' پروسه مطلوبه پایله نه‌لري

0
د امریکا کانګرس یو شمېر غړي وایي، اېس‌ای‌وي (SIV) یا د کډوالۍ ځانګړې ویزې د هغو افغانانو چې امريکايانو سره‌یې کار کړی ستونزه نه‌شي حلولای او د امریکا حکومت باید پر بل پلان کار وکړي.


‎د کانګرس یو شمېر غړو ولسمشر جو بایډن ته په یو لیک کې د هغو افغانانو د اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه شریکه کړې چې په افغانستان کې یې له امریکا سره کار کړی دی.


د امریکا د ژمنو د درناوي او عملي کولو لپاره د کانګرس ګډ کاري ‌‌‌‌‌‌ډلې د رهبرۍ غړو ولسمشر جو بایډن ته دغه لیک کې لیکلي چې په افغانستان کې د دوی افغان ملګري د تېر په پرتله له لا زیات ګواښ سره مخ دي او له دغه هېواد د بهرنیو ځواکونو له وتلو وړاندې باید دوی هم له افغانستانه ووېستل شي.


‎دا لیک چې د یادې کاري ‌‌‌‌‌‌ډلې د رهبرۍ د غړو سېټ مولټن او جېسن کرو په مشرۍ لیکل شوی په یوه برخه کې یې راغلي: "د اېس‌ای‌وي (SIV) پروسه مطلوبه پایله نه‌لري، ځکه اوسنۍ پروسه په اوسط ډول له ۸۰۰ زیاتې ورځې وخت نیسي او موږ پلان لرو چې له ۱۰۰ ورځو څخه په لږ وخت کې له افغانستان نه ووځو. دا په داسې حال کې ده چې زموږ کاري ګروپ د (SIV) له لارې د ویزو غوښتونکو د شمېر د زیاتولو او د پروسې د اغېزمنتیا لپاره په بېلابېلو لارو چارو باندې کار کوي. دا روښانه ده چې اوسنۍ پروسه له ۱۸۰۰۰ څخه زیاتو غوښتنلیکونو ته رسیدګي نه‌شي کولای چې زموږ له وتلو وړاندې ویزې ته اړتیا لري. زموږ د دفترونو د څیړنو او ارزونو په پایله کې د وضعیت له څېړلو وروسته، زموږ دوه اړخیزه کاري ډله دې پایلې ته ورسېده چې موږ باید سمدلاسه خپل افغان ملګري او متحدین وباسو."




‎د امریکا کانګرس دغو غړو اندېښنه ښودلې چې حکومت‌یې لا هم پنټاګون ته د افغانانو لپاره د خوندي کولو د بل پلان د تنظیم لارښوونه نه‌ده کړې.


‎د دغه لیک په یوه برخه کې ټینګار شوی چې د بایډن اداره دې د ټولو ادارو یوه ګډه برخه رامنځته او له افغانستانه دې د دوی د ځواکونو له وتلو وړاندې د ویزو بهیر مدیریت او له امریکا سره دې افغان متعهدین هم‌مهاله له دغه هېواده ووځي.


‎د لیک په یو برخه کې راغلي: "که موږ په افغانستان کې د خپلو متحدینو په ساتنه کې پاتې راشو، دا به زموږ په راتلونکي مشارکت او نړیوال شهرت باندې دوامدار اغېز ولري چې بیا به زموږ د سرتېرو او زموږ د ملي امنیت راتلونکي لپاره لوی زیان وي.”


‎څو ورځې وړاندې هم د کانګرس شاوخوا ۱۶ تنو غړو د امریکا ولسمشر ته په افغانستان کې د خپلو افغان متهدینو د راتلونکي په اړه خپلې اندېښنې په لیک کې شریکې کړې وې.


دغه‌راز افغانستان کې یو شمېر هغه افغانانو چې دغه هېواد کې یې د امریکا له حکومت سره کار کړی د خپل راتلونکي په اړه لا اندېښمن دي.




۳۶ کلن نقیب‌الله احساس چې په افغانستان کې یې د امریکا له پراختیایي ادارې سره له درې کلونو زیات کار کړی، له ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې د خپل سر او کورنۍ د نه‌خوندېتوب په اړه اندېښنه څرګندوي او د امریکا متحده ایالاتو له حکومت دا غوښتنه لري چې دوی ته د ویزو د ورکړې لړۍ چټکه کړي.


ښاغلی احساس وايي: "دا چې د «SIV» پروسه ځان ته قوانین او اصول لري، کېدای شي په دې برخه کې ځیني محدودیتونه وي، خو هر یوه حقوقي قاعده یوه استثنا لري، نو دوی (امریکا) دې ځینو استثنأتو ته قایل شي او دا پروسه دې چټکه کړي ځکه چې اکثریت زموږ په شان افغانان ان د ژوند له ګواښ سره مخ دي."


‎احساس لا هم د دغې امریکایي ادارې برحاله کارکوونکی دی.


‎یو بل افغان چې له تېر یو کال راهیسې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې د سرشمېرنو او ژباړونکي په توګه د امریکا له حکومکت سره کار کړی د امنیتي ستونزو له امله د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "کله چې بهرنیان له افغانستانه ووځي ښایي وضعیت نور هم خراب شي، خو همدا اوس حال ته په کتو داسې یو وضعیت حاکم دی چې څوک په کوڅه، سړک، کلي کور کې ازاده  نه‌شي ګرځېدلی ، نه‌یې مال خوندي دی او نه هم سر، په اسانه کومه دنده هم  راته نه پیدا کېږي، نو له دوی (امریکا حکومت) نه زموږ دا غوښتنه ده چې دا اوږده پروسه لنډه کړي."


‎دا شخص دا مهال د افغانستان په یو نا امنه ولایت کې ژوند کوي.


‎خو طالبانو د یوې تازه خبرپاڼې پر خپرولو اعلان کړی چې دوی له هغو افغان ژباړونکو سره کار نه‌لري کوم چې په تېر کې یې له امریکا سره ګډ کار کړی دی.




‎د طالبانو په دغه اعلامیه کې راغلي چې دا افغانان چې له امریکایانو سره د ژباړونکو په توګه پاتې شوي هغه مهال د طالبانو دښمنان و چې له امریکایانو سره په ګډه د دوی پر وړاندې په مخامخ کتار کې ولاړ و، نه هغه مهال چې دوی خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.


‎دا په داسې حال کې ده چې دا مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۱۱مې نېتې دا بهیر بشپړ شي.


‎د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د راپورونو له مخې، تر تېرې پنجشنبې پورې له ۳۰ تر ۴۴ سلنه د دوی ځواکونه له افغانستانه وتلي وو.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net