Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2021

چارواکي: طالبانو د غور شهرک ولسوالۍ نیولې او د فاریاب قیصار ولسوالۍ یې محاصره کړې

0
د تاوتریخوالي د کمښت لپاره د زلمي خلیلزاد له غوښتنې سره جوخت د غور شهرک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې او د فاریاب قیصار ولسوالۍ د دې ډلې له‌خوا محاصره شوې ده.


د غور والي عبدالظاهر فیض‌زاده د یکشنبې په شپه د شهرک ولسوالۍ د سقوط خبره ازادي راډيو ته تأیید کړه.


ښاغلی فیض‌زاده زیاتوي: "زموږ اړیکه له هغوی (ولسوالۍ) سره پرې ده. کله چې مخابره قطع کېږي په دې معنی چې ولسوالۍ سقوط کړی. تر وروستي حده موږ خپله هڅه وکړه. ځکه جنګ تېره شپه ختم شوی و. مګر پنځه-شپږ بجې زموږ اړیکې پرې شوې او دوی د تنګه ازو په نوم یوه کلي ته شاتګ کړی دی، خو له طالبانو سره‌یې سازش نه‌و کړی او طالبانو ته نه‌دي تسلیم شوي."




په غور کې وسله‌والو طالبانو یکشنبه ناوخته ازادي راډیو ته د شهرک ولسوالۍ وېډیوګانې استولي او ادعا کوي چې جنګیاليو یې د امنیه قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ په خپله ولکه کې راوستې.


طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره وړمه شپه په یوه پوځي مرکز موټر بم برید هم کړی و چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۰ افغان پوځیان په‌کې وژل شوي او د څلورو تنو ژوندی او مړی ورک دی.


دا یوازې غور نه‌دی چې تاوتریخوالی په‌کې اوج ته رسېدلی په شمالي ولایت فاریاب کې هم له قیصار ولسوالۍ د سختو جګړو راپور ورکول کېږي.


که څه هم چارواکو رسماً د قیصار د سقوط پېښه نه‌ده تأیید کړې، خو ځینو رسنیو له هغې ډلې پژواک راپور ورکړی چې طالبانو یکشنبه ناوخته د قیصار د امنیه قوماندانۍ ودانۍ نیولې او د ولسوالۍ ودانۍ یې محاصره کړې ده.


د ورځې په جریان کې د فاریاب د ولایتي شورا غړي محمد نادر سعیدي ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو په خپلو بریدونو سره د قیصار د امنیه قوماندان سیف‌الرحمن دهزاد په شمول ۱۴ افغان پوځیان وژلي او د ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي.


د فاریاب ولایت مطبوعاتي دفتر بیا ویلي چې د یکشنبې په شپه د قیصار، دولت‌اباد او ځینو نورو سیمو د امنیتي وضعیت په اړه پوځي غونډه شوې ده.




د اعلامیې له مخې دغو سیمو ته د تازه دمو ځواکونو او د شته پوځیانو د ملاتړ لپاره د هوايي ځواکونو د وردانګلو په اړه پرېکړه وشوه.


د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه د طالبانو په لاس د غور د شهرک ولسوالۍ د سقوط او د قیصار د محاصرې په تړاو څه نه‌دي ویلي او نه‌یې هم په دې اړه د ازادي راډیو پيغامونو ته ځواب ورکړی.


د یکشنبې په ورځ د افغانستان د لږ تر لږه یوې ولسوالۍ د پوره او د بلې د لویو برخو د سقوط خبرونه داسې وخت رسېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی په کابل کې دی او د تاوتریخوالي په کمښت‌یې ټینګار کړی دی.


زلمي خلیلزاد یکشنبه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي.


ښاغلي خلیلزاد د افغان دولت د ملاتړ د ډاډ ترڅنګ ټينګار کړی چې د جګړې ښکېلې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې جدي خبرې پيل کړي.


خلیلزاد د ورځې په اوږدو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي او د سولې د پروسې په روان وضعیت او له پاکستان سره په اړیکو باندې بحث کړی دی.




د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي ښاغلی خلیلزاد بیا یکشنبه ناوخته په کابل کې د مدني ټولنې له یو شمېر ښځينه استازو سره کتلي دي.


په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې له ښاغلي خلیلزاد سره په دې غونډه کې د یو اس اېډ (USAID) د اسیا برخې سرپرست مرستیالې کېرېن فریمن هم ملتیا کوله.


سفارت د ښاغلي خلیلزاد په حواله ویلي چې امریکا د مدني ټولنو ملاتړ کوي ځکه د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ برخه کې دا ډلې حیاتي رول ادا کوي.




خلیلزاد ویلي شته لاسته راوړنې باید خوندي شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net