د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه اسلام اباد ته ورغلو پښتنو ته د فرورۍ په پنځمه د عوامي نېشنل ګوند، جماعت علمای اسلام او قومي وطن پارټۍ مشرانو خبرې وکړي. دوی څرګنده کړه چې دهرنه کوونکو سره په دې احتجاج کې شريک دي.
په کراچۍ کې ناڅرګنده وسله والو پر دوو چينايي وګړو هغه وخت ډزې وکړي چې دغه بهرنيان په يو موټر کې يو مارکيټ ته روان وو. د پوليسو په خبره په دې پېښه کې د چين ژو په نامه يو شپږ څلويښت کلن چينايي ووژل شو او بل زخمي دی. نوموړی نهه ډزه ويشتل شوی.
ما ورته وویل چې زه به پر هغه ورځ د دوی کارکردګي بیانوم چې دوی [ملزم] ونیسي او د پانسي تختې ته یې وخېژوي. نو هغه ورځ به زه هر څه وایم
د پاکستاني او هندي سرتيرو تر منځ په نښتو کې څلور هندي سرتيري وژل شوي دي. د پاريس حملو تورن صلاح عبدالسلام محکمې ته له ځواب ويلو ډډه وکړه. په مسکو کې د بې ساري واورې په نتيجه کې یو کس وژل شوی.
دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ملي امنیت د عمومی ریاست پر پخواني رئيس رحمتالله نبیل د ممنوعالخروجۍ حکمیې ...
د پاکستاني پوځ مشر، جنرل قمر جاوېد باجوه د اتوار په ورځ د هغو يوولسو پوځيانو په جنازه کې برخه واخيسته چې د فرورۍ په درېيمه په سوات کې يو پوځي مرکز کې وژل شوي ول. د دې ځانمرګي بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه پر سرحدي سیمو د پاکستان له لوري راکټي حملې وغندلې او د نړیوالو اړیکو د اصولو خلافیې وبللې.
د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان باید د افغانستان اساسي غوښتنو ته پام وکړي او پوځیانیې باید د افغانستان پر خاوره راکټي حملې بندې کړي.
د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست وايي، پر کونړ د پاکستان له لوري وروستۍ راکټي حملې څرګندوي چې پاکستان له افغانستان سره د همکارۍ پر تعهد صادقانه عمل نهکوي.
راپورونه وايي، په وروستیو دوو ورځو کې... Читать дальше...
د ایران د جمهوري ریاست د دفتر ساتونکو نن دوشنبه پر یوه سړي چې لویه چاړه ورسره وه او هڅهیې کوله چې د ولسمشر دفتر ته ننوځي، ډزې وکړې.
امنیتي ځواکونو هغه په پښه ویشتی دی.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د جمهوري ریاست د امنیت د مرستیال په حواله ویلي چې ویشتل شوی سړی ۳۵ کلن دی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
د هغه هدف لا نهدی څرګند او د روغتیايي وضعیت په اړهیې نور جزئیات نهدي څرګند شوي.
دا هم نهده معلومه چې د پېښې پر وخت د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د خپل کار په دفتر کې و که نه.
د یو شمېر ایراني... Читать дальше...
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هنري اینشر نن دوشنبه قرغزستان ته ولاړ.
په بشکېک کې د امریکا سفارت ویلي، نوموړی پرون او وړمه ورځ په تاجکستان کې و.
د قرغزستان چارواکي وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال به نن د قرغزستان د پارلمان له غړو او لوړ رتبه چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر نوې موافقه خبرې وکړي.
قرغزستان درې کاله مخکې له واشنګټن سره د همکارۍ هغه تړون چې په ۱۹۹۳ میلادي کال کې لاسلیک شوی و، لغوه کړ.
امریکايي ځواکونه وايي، د افغانستان د نویو ځانګړو ځواکونو ۱۵۰۰ سرتېري به تر راتلونکي پسرلي پورې وروزل شي او له نویو تجهیزاتو سره به ...
په پېښور کې د ژمي په موسم کې د هر اتوار پر ورځ د آسګاډو د ځغل مېله کېږي. د مېلې ګډونوال رېنګ روډ ته ورووځي او خپل آسونه ځغلوي. دوی وايي، په خپلو آسونو هېڅ کار نه کوي او ښه ساتي. همدا لامل دی چې د آسونو بیې لوړې دي. ویډیو وګورئ.
د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د ملي وحدت د حکومت د مشرانو لهخوا خلکو ته د ورکړل شویو ژمنو په نهعملي کېدو د دوی اعتراف او ...
په جلال اباد ښار کې په شخصي پانګونه د میوې او سبزي منډۍ ګټې اخېستنې ته پرانستل شوه. دغه منډۍ په شل جریبه ځمکه جوړه ده، درېنيم سوه دوکانونه لري او درې ملیونه ډالر پرې لګښت راغلی دی.
د سندرغاړې سمبل انا وايي، د کورنۍ ټول ژوند یې د لمسۍ په ګټه وټه ولاړ وو. هغې په ویر کې په سوتو سوتو ویل، چې هغه مې زوی هم وو او لور هم وه.
۲۳ کلنه سنبل د شنبې په ورځ ووژل شول. د ډيوې راډيو ویډيو
هندي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د پاکستانیو ځواکونو له خوا د کشمیر پر جلا شوې کرښه د ډزو په نتیجه ...
په اسلام اباد کې د فاټا او پښتني سيمو د ځوانانو او مدني او سياسي فعالانو احتجاجي ناسته نن په پينځمه ورځ هم دوام لري.
کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر او په کونړ د هغه هېواد د راکټي حملو په غبرګون کې د افغان حکومت...
کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر او پر کونړ د هغه هېواد د راکټي حملو په غبرګون کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې ...
د تهران لوی څارنوال عباس جعفري دولت ابادي ویلي چې دغه شخص د ایران د اټمي پروګرام په اړه معلومات...
د اذربایجان ولسمشر الهام علياف د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه نن دوشنبه له اکټوبره د اپرېل میاشتې ۱۱مې ته را مخکې کړه.
د اذربایجان د ولسمشر دفتر نن په دې اړه د الهام علياف فرمان خپور کړ.
په فرمان کې ویل شوي چې پرېکړه د اذربایجان د اساسي قانون او د انتخاباتو د اصولنامې په مطابقت کې شوې ده.
د اذربایجان اساسي قانون دوه کاله مخکې د ټولپوښتنې پر اساس چې ډېره بحث پارونکې وه، تدوین شو او ولسمشر الهام علياف ته یې اجازه ورکړه چې وختي انتخابات را وبولي.
د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو محاکمې ته حاضر شو، د محکمې په خونه کې پټه خوله پاتې شوی دی.
صلاح نن په بلجیم کې محاکمه کېږي.
هغه د څارنوالانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.
صلاح د محکمې قاضي ته وویل چې د هېڅ پوښتنې ځواب نهورکوي او زیاتهیې کړه چې "خاموشي ما مجرم یا جنایت کار" نهشي ثابتولائ.
پخواني معلومات
د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو نیول شوی، نن دوشنبه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې محکمې ته حاضرېږي. Читать дальше...
د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو نیول شوی، نن دوشنبه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې محکمې ته حاضرېږي.
په پاریس کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د نومبر په۱۳مه د کنسرټونو پر یوه لوی صالون، د فرانسې پر ملي لوبغالي، رسټورانټونو اوکلبونو وسله والو حملو ۱۳۰ تنه ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.
د حملو مسؤلیت داعش اخیستی و.
دا اول وار دی چې په پاریس کې د حملو په تړاو د مشکوکو کسانو علني محاکمه پېلېږي.
صلاح عبدالسلام ۲۸ کلن، په اصل کېد مراکش او د بلجیم په غریب مېشته سیمه مولمبیک کې سترشوی دی. Читать дальше...
د افغانستان د حکومت اجرائيه ریاست وايي، په کابل کې د وروستیو خونړیو حملو په تړاو لږترلږه ۶ مشکوک کسان نیول شوي دي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له نیول شویو کسانو تحقیق روان دی.
د جاوېد فیصل په وینا، په ابتدايي څېړنو کې معلومه شوې چې نیول شوي مشکوک کسان د پاکستان استخباراتو روزلي وو او په کابل کې يې د وروستیو حملو پلان جوړ کړی و.
په کابل کې سلګونه کسان په وروستیو انتحاري او بمي حملو کې وژل شوي او ټپیان شوي.
د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د ملي وحدت د حکومت د مشرانو لهخوا خلکو ته د ورکړل شوېو ژمنو په نه عملي کېدو...
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه واتیکان ته ورسېد او د کاتولیکو مسیحیانو له مشر پاپ فرانسېس سره ګوري.
د ایټالیا په پلازمېنه روم کې نن سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، زرګونه اضافي عسکر د امنیت ټینګولو لپاره ګمارل شوي او د ښار په زیاتو برخو کې پر مظاهرو بندیز لګېدلی دی.
دا په تېرو ۵۹ کلونو کې اول وار دی چې د ترکیې د حکومت مشر په رسمي سفر واتیکان ته ځي.
پاپ او اردوغان به همداراز د بیتالمقدس پر موقف او د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د پرېکړې د عملي کېدو په اړه چې بیتالمقدسیې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی، وغږېږي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net