د اذربایجان ولسمشر د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه رامخکې کړه
د اذربایجان د ولسمشر دفتر نن په دې اړه د الهام علياف فرمان خپور کړ.
په فرمان کې ویل شوي چې پرېکړه د اذربایجان د اساسي قانون او د انتخاباتو د اصولنامې په مطابقت کې شوې ده.
د اذربایجان اساسي قانون دوه کاله مخکې د ټولپوښتنې پر اساس چې ډېره بحث پارونکې وه، تدوین شو او ولسمشر الهام علياف ته یې اجازه ورکړه چې وختي انتخابات را وبولي.
