د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې پر افغان خاوره راکټي بریدونه بند کړي
د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان باید د افغانستان اساسي غوښتنو ته پام وکړي او پوځیانیې باید د افغانستان پر خاوره راکټي حملې بندې کړي.
د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست وايي، پر کونړ د پاکستان له لوري وروستۍ راکټي حملې څرګندوي چې پاکستان له افغانستان سره د همکارۍ پر تعهد صادقانه عمل نهکوي.
راپورونه وايي، په وروستیو دوو ورځو کې د پاکستان له لوري د کنړ په دانګام، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۳۰۰ د راکټ مرمۍ لګېدلې دي.
پاکستان تر دې مخکې ویلي چې پوځیانیې د افغانستان پر سرحدي سیمو په حملو کې لاس نهلري.
