د وزن پورته کولو افغان لوبډله ازبکستان ته ورسېده
د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د درېیو بېلابېلو عمرونو لوبغاړو ګډون کوي.
د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې د ارتانیان جام په سیالیو کې د ګډون لپاره لس لوبغاړي او یو روزونکی ازبکستان ته په تللي کاروان کې شامل دي.
دا سیالۍ د ډیسمبر میاشتې په پنځمه نېټه پیلېږي او تر درېیو ورځو دوام کوي.
