د امریکا د خزانې وزارت په ۶ افرادو او ۳ بنسټونو بندیزونه لګولي
همدارنګه د دې وزارت په وینا دا شبکه فلسطینۍ حماس ډله او د لبنان حزبالله هم تمویلوي.
د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې پرون وویل، روسیې سوریې ته د ایران د تېلو انتقال ممکن کړی او د دې انتقالاتو او د پیسو ورکولو د پټ ساتلو لپاره له مختلفو لارو چارو کار اخلي.
د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچېن په یو بیان کې ویلي:
"موږ نن د یوې پېچلې طرحې پر ضد اقدام کوو چې روسیې او ایران د بشار الاسد د رژیم د پیاوړتیا او د ایران د ورانوونکو فعالیتونو د ډاډمنولو لپاره ترې کار اخیست."
پرون د روسیې د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس لئونید اسلوتسکي د امریکا د خزانې وزارت دا اقدام کاملاً غیر قانوني وباله.
روسیه او ایران د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد د رژیم نږدې او مهم ملاتړي دي.
هغه کسان او بنسټونه چې د امریکا د خزانې وزارت د وروستیو بندیزونو هدف دي، د روسیې، سوریې او ایران دي.
