چارواکي: د هغو کسانو د پېژندلو هڅه کوو چې د کابل برید مسوولین دي
په هغه ځانمرګي برید کې چې د سې شنبې په ماښام د میلادالنبي په مناسبت جوړو شوېو مراسمو کې وشول، لږ تر لږه ۵۵ کسان ووژل شول او تر ۹۰ ډېر کسان ټپیان شول.
د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل ازادي راډیو ته ویلي چې دوی ته وار له مخې د غونډې د جوړېدو په اړه راپور نه وو ورکړل شوی، تر څو امنیتي ځواکونه خپل تدابیر ونیسي.
ښاغلی روشندل د پېښې په وړاندې خپله استخباراتي ناکامي مني، خو وايي، هغو کسان به جزا وویني چې په خپله دنده کې پاتې راغلي دي.
"خامخا یو څخه غفلت شوی دی. زموږ پروسیجر همداسي دی چې کله داسي غونډي کيږي د کابل امنیه قوماندانۍ ته کتبي او که وخت لږ وي حتی د ټیلیفون له لارې راته ویل کېږي. خو اوس زموږ ټیم څېړنې کوي دا پېښه ولې شوې ده؟ او که د سیمې پولیسو هم غفلت کړی وي، قانوني چلند ورسره کېږي."
په قربانیانو کې یو شمېر مذهبي مشران هم شامل دي چې د راپورونو له مخې د عالمانو شورا لهخوا د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه پهدې مراسمو کې د ګډون لپاره وربلل شوي وو.
تراوسه دا معلومه نهده چې دا برید چا کړی دی.
تردې وړاندې که څه هم طالبانو او داعش وسلهوالو دواړو پر هغو مذهبي مشرانو بریدونه کړي دي چې له افغان حکومت سره یې تړاو درلود، خو د تېرې ورځې برید کې وسلهوالو طالبانو خپل لاس لرل رد کړي دي. داعش وسلهوالو هم تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
افغان ولسمشر د دې برید د غندلو په ترڅ کې د قربانیانو د درناوي لپاره نن چهارشنبه د یوې ورځې لپاره ملي ماتم اعلان کړ.
دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما ویلي چې د دې پېښې عاملان باید محاکمې ته راوستل شي.
