د عراق یو مذهبي مشر پرون شپه په ډزو وژل شوی
وسام الغراوي په دې وروستیو کې د عامه خدماتو د نیمګړتیاو په اعتراض کې پورته شویو مظاهره چیانو ته ویلي وو چې د خپلو غوښتنو لپاره وسله پورته کړي.
په بصره کې له څو میاشتو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو او برښنا د خدماتو په برخه کې د نیمګړتیاو او ستونزو په اعتراض کې مظاهرې روانې دي.
د تېرې جمعې په ورځ د بصرې ښار د یوې مظاهرې په ثبت شوي ويډیو کې چې په ټولنیزو شبکو خپره شوې، دا وژل شوی مذهبي مشر وايي چې دی به په څو ورځو کې د مظاهره کوونکو د غوښتونو د منلو لپاره د چارواکو پر ضد د وسلې د استعمالولو په اړه فتوا ورکړي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د وسام الغراوي د وژلو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخيستی.
