د السد قطر د فوټبال ټیم لوبغاړي له ۳ غوره لوبغاړو وټاکل شو
د قطر «الرایه» ورځپاڼې نن اعلان وکړ چې «عبدالکریم حسن» په اسیا کې له نارینه فوټبال لوبغاړو غوره دی.
عبدالکریم حسن په السد قطر ټیم کې لوبېږي، له یاد ټیم سره د اتلولۍ تر نیمه پای لوبو پاتې شو، خو دا ټيم د پرسپولیس حذف شو.
ویل کېږي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لوبغاړو د معرفۍ مراسم به په نېږدې راتلونکې کې د عمان په کوربهتوب ترسره شي.
