ټرمپ: راتلونکې دوشنبه او یا سې شنبه به د خاشقجي په اړه راپور ولرو
تردې مخکې د متحده ایالاتو استخباراتو ادارې ویلي چې د دوی ارزونې ښيې چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال خاشقجي د وژلو امر کړی و.
ولسمشر ټرمپ پرون په کلیفونیا ایالت کې خبریالانو ته وویل، راتلونکې دوشنبه او یا سې شنبه به په دې اړه بشپړ راپور ولري.
خو د سعودي حکومت دا ردوي چې ګواکې ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو امر کړی دی.
خبریال جمال خاشقجي په تېر اکتوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.
