پامپیو: د روسیې د تېري په وړاندې اوکراین تر امریکا ښه ملګری نه لري
پامپیو دا څرګندونې د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر پاولو کليمکین سره تر لیدنې وروسته وکړې.
پامپیو ویلي، د امریکا متحده ایالتونه به هېڅ کله له روسیې سره د کریمیا الحاق ونه مني او تر هغې به یې په وړاندې اقداماتو ته دوام ورکړي، څو چې روسیې د تور سمندرګي دا ټاپوزمه بېرته اوکراین ته نه وي سپارلي.
روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د مارچ په میاشت کې کریمیا ونیوله او یوه میاشت وروسته یې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونو پالو سره مرستې پیل کړې.
له دې امله په راپورته شوي کړکېچ کې تر اوسه تر لسو زرو زیات کسان وژل شوي دي.
د امریکا او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکې ملګرتیا د اعلان د لسمې کالیزې په مناسبت خپلو کې کتلي دي.
