دفاع وزارت: شنبې به سرحدي او نظم عامه پولیسو ته معاشونه ورکړل شي
د دفاع د وزارت ویاند غفور احمد جاوېد نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ملي دفاع وزارت د خپلو منسوبینو د معاشاتو د شفافیت لپاره د معاشاتو برښنايي سیستم پر لاره اچولی دی چې له نیکه مرغه دغه سیستم دوه اتیا په سلو کې بشپړ شوی دی. د سرحدي پولیسو او نظم عامه پولیسو چې د کورنیو چارو له وزارته دفاع وزارت ته انتقال شوي، د هغوی د ځینو منسوبینو تنخواګانې د اسنادو د نه بشپړتیا له امله ځنډیدلې وې."
نوموړي وویل، دفاع وزارت د خپلو منسوبینو د تنخواګانو د ورکړې په اړه له ماليې وزارت سره موافقې ته رسیدلي دي او راتلونکې شنبه به تنخواګانې ورکړل شي.
