د بخښنې سازمان درې روسي فعالان د فکر د ازادۍ بندیان یاد کړل
د بخښنې نړیوال سازمان وویل چې د روسیې حکومت د توقیف حکم د یان سیدروف، ولادیسلاو مرداسوف او ویاچیسلاو شمشین حق چې سولهيیزه مظاهره وکړي او خپل نظر څرګند کړي، تر پښو لاندې کړی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون دوشنبه وویل چې د دې درېيو کسانو شخصي امنیت، ازادي او د منصفانه محاکمې حق تر پښو لاندې شوی دی.
سېدروف او مورداسوف د روسیې په جنوب کې د بلوا په پلان او د عامه نظم د خرابولو په جرم په ۱۵ کاله او شمشین په اته کاله زندان محکومېدلای شي.
هغوی ادعا کړې چې په سولهیيز ډولیې مظاهره کوله او له هغه لاریون سرهیې هېڅ تړاو نهدرلود چې په روسیه کې تر بندیز لاندې افراطي ډلو پلان کړی و.
