ایران د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ تړون ته ژمن پاتې شوی
د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې «IAEA» په دغه راپور کې چې پرون دوشنبې یې په ویانا کې له خپل مقره خپورکړی ویلي چې د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمې او د دغسې موادو د تولید لپاره د دې هېواد وړتیاوې له هغو حدودو ټیتې دي چې پهدغه تاریخي تړون کې ټاکل شوي دي.
د دغې ادارې لهخوا د سیمهییزو څېړنو ځینې برخې مخکې له هغې چې د نوومبر په پنځمه پر ایران د واشنګټن دغه نوي بندیزونه جاري شي، ترسره شوي دي. خو یوه جګپوړي ډیپلومات چې له وضعیته خبر دی ویلي چې د دې کومه نښه نه لیدل کېږي چې له هغه وخت راهیسې دې د ایران له لوري په همکاري یا په دریځ کې کوم بدلون راغلی وي.
د «IAEA» مشر یوکیا امانو په دغه راپورکې چې خبریالانو هم لیدلی لیکلي چې ایران په بشپړه توګه اټمي څارونکو ته اجازه ورکړي چې له اټمي تأسیساتو یې کتنې ترسره کړي.
