سیګار: افغان حکومت د هغه سیمو د نیولو هڅه کوي چې طالبانو نیولي
سیګار نن پنجشنبه د نومبر لومړۍ په خپل راپور کې هغه فشار ته چې د کابل حکومت ورسره مخامخ دی اشاره کړې او لیکلي یې دي، د افغانستان د ولسوالیو، ولسونو او خاورې پر کنټرول جنګ په وروستیو څلورو میاشتو کې لا زیات شوی دی.
سیګار په خپل څلور میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو ستر ښارونه نهدي نیولي، خو ډېرې کلیوالې سیمې یې په لاس کې دي.
د افغانستان حکومت پر دې مسئله خبرې نهدي کړي.
