د پاکستان د هاکي ملي لوبډلې لوبغاړو ګواښ!
د اردو پوائنټ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، پاکستاني لوبغاړو دغه ګواښ د اسیا جام سیالیو لپاره د پاکستانۍ لوبډلې له اعلان څو دقیقې وروسته کړی.
دغو لوبغاړو ویلي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې ورته د هاکي فدراسیون لهخوا ډېلي الاونس نهدی ورکړل شوی چې له املهیې دوی له يو ډول ذهني فشار سره مخ دي.
د پاکستان د هاکي لوبډلې کپټان رضوان سنئیر ویلي چې هاکي فدراسیون د لوبغاړو د ډېلي الاونس له درکه ۸ لکه روپۍ باقي دی.
بلخوا د پاکستان د هاکي فدراسیون مشر خالد سجاد کهوکهر بیا لوبغاړو ته ډاډ ورکړی چې د اسیايي جام سیالیو په وړاندې به دوی ته خپل حقوق وسپاري.
