د ۱۵ کلنو نه کم عمره فوټبال ټيم د منځني اسیا سیالیو کې ۴ مقام خپل کړ
د فوټبال فدراسیون د خپرونو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلو برخه اخیستې وه چې تېره ورځ د ایران په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې پنځه لوبې وکړې چې په دوو کې بریا ته ورسېده، دوهیې بایلودې او وروستۍ لوبهیې هم مساوي شوه.
د منځني اسیا د ۱۵ کلنو نه د کم عمره ځوانانو په فوټبال سیالیو کې ایران، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان او افغانستان د يو بل په وړاندې لوبې وکړې.
