د بريتانيا سفير: په افغانستان کې سوله د بريتانيا لپاره لومړيتوب دى
نيکولاس کې چې نن په کابل کې د بريتانيا سفارت مخې ته د سولې ولسي حرکت د پرلت خېمې ته ورغلى و، په خپلو خبرو کې وويل:
"په افغانستان کې سوله شخصاً زما، زموږ د حکومت او خلکو لپاره لومړيتوب دى، زه نن تاسو ته له ډېر احترام او واقعي هيلې سره راغلى يم چې ستاسو اندېښنې او نظريات واورم او نظرونه تبادله کړو."
د سولې ولسي حرکت غړو د جمعې په ورځ په کابل کې د بريتانيا سفارت مخې ته پرلت يا تحصن پيل کړ.
دغه حرکت تر دې مخکې د پاکستان، ايران، امريکا او روسيې د سفارتونو او دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى ماموريت يا يوناما د دفتر مخې ته هم پرلت کړى و.
د دغه حرکت غړي وايي، د سفارتونو مخې ته په پرلت سره غواړي د دغو هېوادونو ولسونه وهڅوي چې پر خپلو حکومتونو فشار راولي، څو په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسولو هڅه وکړي.
