د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانو یوه ډله نیول شوې ده
د غزني د والي ویاند، محمد عارف نوري پرون چهارشنبه ازادي رادیو ته وویل چې د وسله والوطالبانو دا ډله ، په نور المدارس ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
محمد عارف نوري: "د وسله والو مخالفانو یوه شپږدېرش کسیزه ډله چې یولس يې قوماندان دي، د اندړو ولسوالۍ په نور المدارس مدرسه کې د غونډې په وخت کې نیول شوي دي. هغوي جلسه درلوده او پر امنیتی پوستو يې د تروریستي حملو پلان جواړوه. "
د غزني د والي ویاند وویل چې وسله والو طالبانو له دې مدرسې د وسله والو د جذب او د تخریبي فعالیتونو د ادارې د مرکز په توګه کار اخیست.
د نوري په وینا، په اندړ ولسوالۍ کې په دې عملیاتوکې د نور المدارس پر مدرسې په پوځي عملیاتوکې د مدرسې ښوونکو او زده کونکو ته زیان نه دی رسېدلی.