د ترکیې پارلمان یو نوی سخت امنیتي قانون تصویب کړ
دا قانون په ترکیه کې چارواکو ته له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې زیات صلاحیتونه ورکوي.
په ترکیه کې اضطراري حالت چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تر ناکامه کودتا وروسته اعلان شوی و، تېره اونۍ پاي ته ورسېد.
نوی تصویب شوی قانون اوه ویشت مادې لري او متن یې د ترکیې د جمهور رئيس، رجب طیب اردغان د عدالت او پرمختګ ګوند جوړه کړې وه .
دا قانون به درې کاله نافذ وي.
په قانون کې پردې چې قاضیان، پوځيان او د وزارتونو مامورین څرنګه او تر کومو شرایطو لاندې له کاره لري کېدلائ شي، بحث شوی دی.
