د افغانستان د۱۵کلنو تنکیو ځوانانو فوټبال ټیم قرغیزستان مات کړ
د افغانستان او قرغیزستان تر منځ دا سیالي تېره ورځ د ازبکستان د پخټاکور په لوبغالي کې ترسره شوه چې افغان ځوانانو وکولای شول د لوبې په لومړی نیمایي کې دوه ګولونه ووهي.
قرغیزستان بیا په دویمه نیمايي کې یو ګول وواهه او له دې سره لوبه افغانستان ۲ د یو پر وړاندې وګټله.
د ۱۵کلنو ځوانانو تر منځ د مرکزي اسیا د فوټبال سیالۍ تېره اوونۍ د ازبکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغزیستان لوبډلو تر منځ پیل شوی دي.
