د دایکنډي چارواکي: په پاتو ولسوالۍ کې ۸ سیمهییز پولیس وژل شوي
د والي ویاند علي اکبر ناطقي پرون دوشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه پر یادې ولسوالۍ له درې خواوو ډلهییز بریدونه کړي او غوښتليې چې یادې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو بریالي نهشول او افغان پوځ بریدونه په شا وتمبول.
نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړهيې کره معلومات نهشته.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
