په کاناډا کې د ډزو په پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او ۱۴ کسان ټپیان دي
پولیس وايي چې د کریګ ټاون په سیمه کې یو وسله وال کس له ډزو وروسته پر خپل ټوپک ځان هم وژلی دی.
ددې ډزو انګېزه لا څرګنده نه ده.
پولیس وايي چې دې وسله وال کس د یکشنبې په ورځ ناوخته پر خلکو ډزې وکړې او په ټپیانو کې لږ تر لږه یو ماشوم هم شامل دی.
رسنیو د ټورنټو د پولیسو د سرچینو له قوله ویلي دي چې مشکوک کس مخکې له دې چې ځان ووژني، پر پولیسو هم ډزې کړې دي.
د پولیسو ویاند مارک پوګاش ویلي، دا ډېره وختي ده چې وویل شي چې ایا دا پېښه دې یو ترورېستي پېښه وي کنه.
