چارواکي: په ارزګان کې په ۲ پېښو کې دوه افراطي وسله وال وژل شوي
د ملي اردو د څلورمې پلې لوا د عامه اړیکو مسؤل جان خان نصرتي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوې دي.
نوموړي وویل:
"د چورې ولسوالۍ په ساحاتو کې يو ترهګر وژل شوى او ٤ نور ټپيان شوي، د وطن دښمنان په دهراود ولسوالۍ کې د اول کنډک پر پرسونل حمله کړې وه چې په نتيجه کې يې يو ترهګر ووژل شو او ٤ نور ټپيان شول."
ښاغلی نصرتي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو طالبانو د د ملي اردو پر يوه پوځي اډه هم حمله کړې چې په شا تمبول شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ارزګان امنیتي مسؤلانو څو ورځې دمخه ویلي وو چې ډېر ژر به د چورې ولسوالۍ لار چې له تېرو دوو کلونو راهیسې تړلې ده، خلاصه کړي.
