اروپايي اتحاديه د افغان پوليسو د ظرفيت لوړونې لپاره خپله همکاري پراخوي
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر پرون د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له سفير پيري ماياوډُن (Pierre Mayaudon) سره پرون په دې باب په کابل کې بحث وکړ.
د ملي امنيت شورا وياند قادر شاه ازادۍ راډيو ته وويل:
”د اروپايي ټولنې سفير ښاغلي ماياوډُن معلومات ورکړل چې اروپايي ټولنه په پلان کې لري د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو، په ځانګړي ډول د پوليسو د ظرفيت لوړونې لپاره خپلې مرستې پراخوي.“
ښاغلى قادر شاه وايي په پرونۍ غونډه کې په ځانګړي ډول د ښځينه پوليسو د ظرفيت لوړونې پر امکاناتو هم خبرې وشوې.
خو په مشخص ډول نه دي ويل شوي، چې اروپايي ټولنه به د افغان پوليسو د ظرفيت لوړونې لپاره کوم پلانونه عملي کوي.
