نواز شریف او لور یې مریم نواز پاکستان ته ستنېږي
پاکستاني چارواکي وايي، د دوی له ستنېدو مخکې زرګونه پولیس د لاهور هوايي ډګر شا او خوا ګمارل شوي او د لارهور هوايي ډګر ته تللې لارې تړل شوې دي.
د مسلم لیګ نواز ګوند چې مشري یې نواز شریف کوي، وايي چې په وروستیو ورځو کې پاکستاني چارواکو ددې ګوند سلګونه غړي نیولي، څو پاکستان ته د نواز شریف د ستنېدو پر مهال، د دوی د مظاهرو مخه ونیسي.
نواز شریف د تېر کال په جولای میاشت کې د پاکستان سترې مخکې د صدرات له څوکۍ لېرې کړ او تېره اوونۍ په لندن کې د عصري اپارتمانونو د اخیستلو په خاطر په ۱۰ کاله بند محکوم شو.
همدارنګه د نوموړې لور مریم نواز په 2016 م کال کې د پاناما د اسنادو د رسوايۍ په قضیه کې په اوه کاله بند محکومه شوې ده.
