د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې پوځي عملیات ادامه لري
نعمت الله تېموري: "دوې مهمې پوستې چې یوه د قوماندان شیرعلم او بله یې د طالبانو د سرې قطعې وه ، له منځه ولاړې، همداراز څوکلي کله خرکاران او نهر صوفي هم د وسله والو طالبانو له شتونه پاک شوي دي. "
ښاغلي تېموري زیاته کړه چې په چهاردره ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتوکې اولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
