د افغانستان په ختيځ کې یو امریکايي عسکر ووژل شو
په خبرپاڼه کې د پېښې نور جزئیات نه دي ورکړ شوي.
دا په یوه اونۍ کې دوهم امریکايي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.
د شنبې په ورځ هم یو امریکايي پوځي په افغانستان کې ووژل شو چې دامریکا پوځ وايي د افغان امنیتي ځواکونو له منځه چا ډزې ورباندې کړې وې.
امریکاپه افغانستان کې پينځلس زره عسکر لري .
