کرملېن په بریتانیا کې د یوې ښځې په مسمومیت کې لاس لرل رد کړي
د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف په دې اړه پر روسیې تور د خندا وړ بللی او ویلي یې دي چې په بریتانیا کې د دې کیمياوي موادو د موجودیت د دوام په اړه ژوره اندېښنه لري.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د بریتانیا پولیسو وویل، د درې ماشومانو مور ۴۴ کلنه ډان سټورګیس د نوويچوک په نوم کیمياوي موادو سره د تماس له کبله روغتون کې مړه شوې ده.
په بریتانیا کې پر دې موادو د مارچ په میاشت کې یو پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور مسموم شوي وو، هغه وختیې بریتانوي چارواکو پړه پر روسیې اچولې وه چې د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځیې ډیپلوماتیک کړکېچ رامنځته کړ.
